روغتیا

د بدخشان په سرحدي ولسوالیو کې د تاجکستاني ډاکترانو د فعالیت درېدل

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، تاجکستاني ډاکترانو د بدخشان ولایت په سرحدي ولسوالیو کې خپل فعالیت درولی دی.

دغو ډاکترانو د مخکیني حکومت پرمهال، په افغانستان په تېره بیا بدخشان ولایت کې پراخ حضور درلود.

تاجکستاني ډاکترانو هر کال د دې ولایت په سرحدي ولسوالیو کې د زرګونه افغانانو درملنه کوله او دا د تاجکستان او افغانستان د روغتیا وزارتونو ترمنځ هوکړې یوه برخه وه.

اوس په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، دغو ډاکترانو خپل فعالیت درولی او خپل هېواد ته ستانه شوي. دې چارې ددغو ولسوالیو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بدخشان د شغان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالعلي په دې اړه د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «تاجکستاني ډاکتران د خپل خوندیتوب په اړه وېرېدلي وو او د امنیت نشتوالی له سرحدي ولسوالیو د دوی د وتلو لامل شوی دی.»

عبدالعلي د بدخشان په سرحدي ولسوالیو کې د متخصصو ډاکترانو نه شتون ته په اشارې سره ټینګار وکړ: «موږ په شغنان کې متخصص ډاکتر نه لرو، کله چې تاجیک ډاکتران وو، د خلکو ښه درملنه یې کوله؛ خو اوس موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یوو، کله مو چې ناروغ جدي ستونزه ولري، اړ یوو چې له ولایته بهر ته یې ته ولېږدوو.»

د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکی نظرمحمد هم په دې اړه وايي: «د طالبانو له واکمنېدو وروسته، یوې تاجکي ډاکترې ددې ولسوالۍ په کلینیک کې کار کاوه چې یوه میاشت مخکې خپل هېواد ته ستنه شوه.»

له بلې خوا، د بدخشان په ولایتي روغتون کې مسوولین وایي چې اوس په دې ولایت کې هېڅ تاجکستانی ډاکتر فعالیت نه لري.

په تېرو کلونو کې تاجکستاني ډاکترانو د بدخشان ولایت په اشکاشم، شغنان، مایمۍ. نسی او خواهان ولسوالیو کې په خپل کتنځیو کې فعالیت درلود.

که څه هم موږ هڅه وکړه په افغانستان کې د تاجکستاني ډاکترانو له خوا د تداوي شویو کسانو شمېر پيدا کړو او ددغو ډاکترانو د شمېر په هکله شفاهي شمېرې ترلاسه کړو؛ خو د بدخشان د ولایتي روغتون مسوولینو د شمېرو له ورکولو ډډه وکړه.

تاجکستاني ډاکتران په داسې حال کې خپل هېواد ته ستانه شوي چې د بدخشان د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د متخصصو ډاکترانو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ژمي په موسم کې د سختو لارو له  امله، دوی د ولایت مرکز او نورو ولایتونو ته لاسرسی نه لري چې دا دې موضوع د دغو سیمو د اوسېدونکو لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.