افغانستان

د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د اوبو د یوه لوی کانال جوړېدل

د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ۳،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورنیم کیلومتره اوږده کانال او ۲۲۰ متره استنادي دېوال د جوړېدو چارې د ملګروملتونو سازمان د پرمختیایي پروګرام او اسلامیک ریلیف موسسې په همکارۍ بشپړې شوې چې په دې سره به د سیمې د خلکو کرنیزې ځمکې خړوبې شې.

تازه په دغې ولسوالۍ کې د ځمکو د خړوبولو لپاره د یوه اوږده کانال او ترڅنګ یې له سېلابونو د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په موخه حفاظتي دېوال جوړ شوی دی.

د دغې پروژې مسوول شیر الله د آمو خبریال ته وویل، دا کانال او حفاظتي دېوال په د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه رغول شوی او چارې یې بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د دغه کانال په جوړېدو کې ځايي خلکو هم برخه اخیستي ده .

شیرالله همداراز وویل چې په ریچلام کلي له دغه کانال څخه ۱۲۰۰ کورنۍ ګټه اخلي چې شپږ سوه جریبه ځمکه به خړوب کړي .

له بلې خوا، ځايي اوسېدونکي او کروندګر د خوښۍ په څرګندولو سره وایي چې ددغه کانال په جوړېدو سره به یې حاصلات زیات شي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالرحمن دا پروژه ګټوره بولي او ددغه ډول پروژو د زیاتولو غوښتونکی دی.

نوموړی زیاتو: «پخوا به موږ پر دغه للمي ځمکو کې کرکیله نه کوله ځکه چې اوبه نه وې نو ځکه شاړې پاتې وې اوس خوښ یو چې له دې وروسته به د اوبو په زیاتېدو سره زموږ د ځمکو حاصلات ښه شي.»

یو بل کروندګر مصطفی بل چې په ماڼوګي ولسوالۍ کې شاوخوا دوولس جریبه ځمکه لري او د اوبو د نه شتون له امله شاړه پاتې وه وايي: «له یوي خوا مو ځمکې شاړې پاتې وې او له بله پلوه مو ځمکې د سېلابونو له ګواښ سره مخ وې چې اوس به د بهرنیو موسسو په همکارۍ د کانال او حفاظتي دېوال په رغولو سره زموږ ستونزې تر یوه بریده کمې شي.»

مصطفي پرحکومت (طالبانو ادارې) غږ کوي چې بهرنیو موسسو ته د کار زمینه برابره کړي تر څو په افغانستان کې پرمختیايي کارونو ترسره کړي.

د ویلو ده چې د کونړ په ډېری سیمو کې په زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د اوبو د نشتوالي له امله شاړې پاتې دي او د سیمې خلک وايي که یې ځمکو ته اوبه ورسېږي د دوی له اقتصاد سره به مرسته وکړي.