ورزش

د فوټبال کورنۍ لپاره د ۲۰۲۲ کال تریخ پای؛ د فوټبال نامتو لوبغاړی پلې ومړ

د نړۍ د فوټبال نامتو لوبغاړی برازیلی پلې د ۸۲ کلنۍ په عمر مړ شو. د برازیل د رسنیو د رپوټونو له مخې، نوموړي پنجشنبې د مرغومي په اتمه نېټه د سرطان ناروغۍ له امله په رغتون کې ساه ورکړه.

د المپیک نړیوالې کمیټې په۱۹۹۹ کال کې پلې د پېړۍ لوبغاړی وباله او نوم یې د ټایم مجلې له خوا د پېړۍ د سلو نامتو شخصیتونو په نوملړ کې راغی.

په پلې مشهور ادسون آرانتیس دوناسیمنتو د ۱۹۴۰ میلادي کال د اکتوبر په ۲۳مه ددغه هېواد په میناس ګرایس ښار کې نړۍ ته راغلی و.

نوموړي په ۱۹۵۰ کال کې په لس کلنۍ فوټبال پيل کړ او په ۱۹۵۸ کال کې په اوولس کلنۍ د سویډن په نړیوال جام کې تر ټولو ځوان لوبغاړی وپېژندل شو.

دغه برازیلي لوبغاړي په ۱۳۶۳ کال کې ټول ۱۲۷۹ ګولونه وهلي چې دوستانه لوبې هم پکې شاملې وې او دا موضوع د ګینس د نړیوالو ریکارډونو له خوا په رسمیت پېژندل شوې ده. سرعت، قدرت او د ګول وهلو پر مهال شوټ کول د نوموړي ځانګړتیا وه.

پلې په ۲۰۰۰ کال کې د فوټبال د تاریخ او شمېرو فډراسیون (IFFHS) له خوا د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو او همداراز د فیفا د پېړۍ له دوو غوره لوبغاړو څخه و.

پلې د خپل ورزش پرمهال درې نړیوال جامونه ترلاسه کړل او د فوټبال د تاریخ ریکارډ یې مات کړ.

د پلې مړینه د سپورت نړۍ له غبرګونونو او تسلیت سره مخ شوه او ټولو د هغه ستاینه کړې او نوموړی یې نه تکرارېدونکی لوبغاړی بللی دی.