فرهنګ او هنر

په بلخ کې یوه ځوان آنلاین کتابتون جوړ کړ

حبیب یادګار هغه ځوان دی چې په بې مخینې اقدام سره یې د «یادګار ټایم» په نوم آنلاین کتابتون جوړ کړی دی. هغه ددې کار موخه درسي موادو ته د زده کوونکو او محصلینو آسانه لاسرسی بللی دی.

دغه ځوان ددې لپاره چې انټرنیټي پاڼې د جوړولو لګښت کم کړي، ډېرې شپې یې سبا کړې ترڅو دا وېبپاڼه طرحه او برابره کړي. هغه وایي چې درې ځله ناهیلی شو؛ خو بالاخره بریالی شو چې خپلې هیلې ته ورسېږي.

یادګار ددې په بیانولو سره چې په دې ورځو کې ځوانان په تېره بیا محصلین په بېلابېلو لاملونو کتاب ته لاسرسي بې برخې دي وویل: «هیله من یم چې په دې کار سره وکولای شم کتاب ته د ځوانانو د لاسرسي په وړاندې ننګونې کمې کړم. زه او په پوهنتون کې مې ټولګي وال تل د لوست کتابونو په لټه کې وو؛ خو کتابونو ته لاسرسي لپاره ځانګړی آدرس نه و او دا دردونکې وه.»

هغه ددې کتابتون د جوړولو یوه موخه د افغانستان په اړه د نړیوالو د لیدلوري بدلول وبلل او زیاته یې کړه: «نړۍ باید پوه شي چې افغانستان یوازې د مرمیو ځای نه دی؛ بلکې ددې هېواد ځوانان د علم د زده کړې لپاره هم هڅې کوي.»

ددغه بلخي ځوان پروګرامونه یوازې په افغانستان پورې محدود نه دي. هغه ددې ډیجیټل کتابتون د پراختیا په طرحه کې په دې اند دی چې د کتابونو وړیا خدمات د هېواد ټولو وګړو او په ټوله نړۍ کې خلکو ته ورسوي.

دغه آنلاین کتابتون دوولس برخې لري چې یوه یې د پوهنې د درسي موادو او بله د پوهنتون تدریسي توکو ته ځانګړې شوې ده. د ماشومانو کتابونه، د ارواپوهنې، ساینس او ټکنالوژۍ کتابونه ددغه آنلاین کتابتون نورې برخې دي.

ډېری هغه کتابونه چې په دغه انټرنیټ پاڼه کې د لاسرسي وړ دي، په فارسي ژبه دي؛ خو په انګلیسي ژبه هم کتابونه پکې شته. په دغه آنلاین کتابتون کې د بېلابېلو عمر لرونکو کسانو کتابونه شته او مراجعه کوونکي پر آنلاین مطالعې سربېره دا کتابونه ترلاسه (دانلوډ) کولای شي.

هغه زیاتوي چې په اوسني وضعیت کې جدي اړتیا ده چې د ځوانانو لپاره دا ډول کارونه ترسره شي: «د علم پېر دی، زموږ ځوانان باید له نړۍ وروسته پاتې نه شي. دوی ددې پرځای چې په انټرنیټ کې خپل وخت تېر کړي، کولای شي د کتابونو دیجټلي نسخې ترلاسه او ولولي.»

دغه ځوان چې په بلخ ولایت کې اوسېږي، زیاتوي په داسې شرایطو کې چې ښځې له زده کړو لیرې پاتې دي، کولای شي آنلاین کتابتون وګوري او د اړتیا وړ کتابونه ترې ترلاسه کړي.

صالحه سادات یوه محصله ده چې تازه پوهنتون ته له تلو بې برخې شوې ده. هغه وایي چې ددغه ډول کتابتون جوړېدل، ښه فرصت دی چې نجونې زده کوونکې او محصلینې له زده کړو وروسته پاتې نه شي. نوموړې زیاتوي: «په دې کار خوشحاله یم. دا ډول کتابتون به له موږ سره مرسته وکړي ترڅو خپل د اړتیا وړ درسي مواد ترلاسه کړو. له هغو ځوانانو چې وړتیا لري تمه لرو چې په سختو شرایطو کې مو یوازې پرې نه ږدي.

دا په داسې حال کې دي چې واک ته د طالبانو په بیا ستنېدو، د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو محدودیتونه زیات شوي دي. په تازه اقدام کې، دغې ډلې د نجونو پرمخ پوهنتونونه تړلي دي؛ د طالبانو دا کار له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.