په افغانستان کې د مني وروستۍ او تر ټولو اوږده شپه، د یلدا په نوم یادېږي؛ په دې شپه د افغانستان په ډېری سیمو کې خلک د دسترخوان په خپرولو، د ډول ډول مېوو په اېښودلو، سندرو، کیسو ویلو، شعرونو ویلو او تازه مېوو په تېره بیا هندواڼو او انارو په خوړلو، دا شپه لمانځي.
د افغانستان خلک په دې اند دي چې یلدا په شپه، د تورتم عُمر پای ته رسېږي او اوږدې ورځې له نور او روښنايئ او پر تورتم د برلاسي شپې ورځې رارسېږي.
په افغانستان او ایران، تاجکستان او ازبکستان په شان هېوادونو کې د تر ټولو اوږدې شپې لمانځل، اوږده مخینه لري.
فرهنګیان په افغانستان کې ددې اوږدې شپکې د لمانځلو د څرنګوالي په اړه وايي چې یلدا شپه د پخواني خراسان او افغانستان په سیمه کې اوږده مخینه لري.
په هرات کې یو فرهنګي شخصیت عبدالغني نیکسیّر چې د یلدا شپې لمانځل د پخواني خراسان د اوسېدونکو دود بولي وايي: «په دې شپه، خلک له خپلو کورنیو او دوستانو سره کښېني، ډول ډول مېوې او شیریني خوري او کیسې کوي، ترڅو دا اوږده شپه سبا کړي او د سهار په راختو او پر تورتم د رڼا په برلاسي سره، دعا کوي. له دې وړاندې دا شپه ښه لمانځل کېده؛ خو له ۵۰ کلونو راهیسې د جګړو د کلونو په اوږدو کې دا شپه ښه نه لمانځل کېږي.»
هغه زیاته کړه: «په تېرو وختونو کې به خلکو له خپلو کورنیو او دوستانو سره په ناستو او رسمي او غیررسمي غونډو کې ګډون کاوه؛ خو په تېرو ۴۵ کلونو کې په افغانستان کې د پرلپسې جګړو له امله چې د خلکو د غوښتنې خلاف پرې تپل شوي وو، کلتوري او دودیز مسایل په تېره بیا د یلدا شپې لمانځل پيکه شوي دي.
نیکسیر وايي: «کورنۍ په دې شپه له څلورو لوریو پر چوکیو کیناستې؛ د تازه او وچو مېوو رنګین دسترخوانونه به یې غوړول او د حافظ فالونه به یې ویل. د یلدا شپه آریايي ریښې لري؛ ځکه کابو ۲۵۰۰ کاله مخکې، اریایان کډوال شول، د افغانستان سویل او لوېدیځ لور ته او له هغه ځایه هند او ایران ته ولاړل او له دې امله چې خپل ځانګړی کلتور او دودونه یې لرلو، دا دود تر اوسنیو خلکو پورې رالېږدول شوی او دا دود لمانځل کېږي.»
د هرات یو بل فرهنګي کس عبدالجلیل توانا وایي: «دا شپه د افغانانو د لرغوني فرهنګ او دود برخه ده. د ډېرو خلکو لپاره ارزښت لري ترهغه چې مالومات لرو، له ډېرو وختونو راهیسې دا شپه لمانځل شوې. خلک په دې شپه په صندلۍ کې په کیناستو او له خپلو بچیانو سره د شیریني او مېوو په خوړلو کیسې کولې او له دې لارې کیسې له یوه بل نسل ته لېږدول کېدې او په دې توګه دوی د کال اوږده شپه سبا کوله.»
یلدا، یا د کال تر ټولو اوږده شپه په تېرو وختونو کې په افغانستان کې په ځانګړو مراسمو او په رنګینه توګه د کورنیو له خوا لمانځل کېده؛ خو په وروستیو کلونو کې په رامنځته شویو ستونزو سره، اوس دغې شپې خپل رنګ له لاسه ورکړی او د لمانځلو لپاره یې هغه پخوانۍ لېوالتیا نه تر سترګو کېږي.
یلدا شپه په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې پر دسترخوان د څراغ په بلولو، خوړو، اوبو او ډول ډول مېوو په اېښودلو سره لمانځل کېده.
د کیسو له مخې، څراغ د نور او اوبو د بېلګې په توګه پر دسترخوان د روښنایۍ او پاکۍ په توګه اېښودل کېږي.
د یلدا په شپه یو شمېر خلک ددغو دودونو د ترسره کولو ترڅنګ، د ناوې او ماشومانو لپاره ډول ډول سوغاتونه اخلي.
د هېواد اوسېدونکي د یلدا شپې د لمانځلو په اړه بېلابېلې کیسې لري.
فعال فرهنګي شخصیت او د هرات اوسېدونکی مُفکر وایي: «د یلدا شپې لمانځل، د کورنیو او ټولنې ترمنځ د وحدت او یووالي لامل کېږي. په دې شپه ټول سره کښېني او کیسې کوي. اړتیا ده چې دا شپه تل ولمانځل شي ترڅو خدای ناخواسته داسې نه چې د افغانانو دا لرغونی دود له منځه ولاړ شي.»
په یونیسکو کې د یلدا شپې ثبتېدل
په افغانستان کې یلدا شپه په داسې حال کې رارسېږي چې د کال اوږده شپه تازه د ملګروملتونو سازمان په علمي او کلتوري بنسټ (یونیسکو) کې د افغانستان او ایران د ګډ کلتوري میراث په توګه ثبت شوی دی.
د ملګروملتونو سازمان علمي او کلتوري برخې ددې خبر په بیانولو سره لیکلي چې یلدا شپه د فرهنګي هویت په توګه، طبیعت، ښځو ته د درناوي، مېلمه پالنې، کلتوري تنوع او د یو بل منلو او سولې په توګه لمانځل کېږي.
د یلدا شپې لمانځل، د زردشت له ظهوره مخکې، د اریایانو دود و چې په سبا به یې، د جګړې، د انسانانو او حیواناتو د وینې توېیدو د درېدو او ښکار د منع کېدو په شان مخنیوي عملي کېدل.