افغانستان

زابل کې د برېښنا کمښت؛ اوسېدونکي: د ورځې یوازې یو ساعت برېښنا لرو

د زابل د مرکز کلات اوسېدونکي وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولايت کې د برېښنا پرچاوي په بېساري ډول زیاته شوې او يوازې د ورځې يو ساعت برېښنا ورکول کېږي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د برېښنا کمښت په کلات کې د توليدي کارخونو فعالیت له ستونزو سره مخ کړی دی.

په کلات کې د يوې چاپخونې خاوند ذبيح الله وايي، د بريښنا نشتوالي یې کارونه ټکني کړي دي.

نوموړی وايي چې دولتي برېښنا له دې مخکې دوامداره وه او د دوي ټولې چارې اړتياوې یې پوره کولې، خو په دې وروستيو کې د برېښنا دوامداره پرچاوۍ د دوی فعاليت له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

ذبيح الله زياتوي: «د دولتي برېښنا نه شتون نه یوازې هټۍ وال بلکې عام وګړي له ستونزو سره مخ کړي، موږ اوس د برېښنا د بديل په لټه يو او غواړو، دوامداره برېښنا د ځان لپاره برابره کړو خو ځينې اوسېدونکي بيا د اقتصاد ستونزو له امله ددې وس نه لري.»

د کلات يو شمېر اوسېدونکي هم وايي، د ژمي په رارسېدو د برېښنا نشتوالي له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی زیاتوي، د اقتصادي ستونزو له امله د لمریزې برېښنا دستګاه یا جنراتور نه شي پېرلی.

د زابل اوسېدونکی خيرالله حميد زوی له حکومت (طالبانو ادارې) غواړي چې د برېښنا ستونزه حل کړي.

حميد زوی وایي: «موږ دومره وس نه لرو چې له لمریزې او پټرولي برېښنا څخه ګټه پورته کړو دولت دې د ډيزلي برېښنا يو مناسب بديل پيدا کړي تر څو خلکو ته په ټيټه بيه دوامداره برېښنا ورسوي.»

له بلې خوا، د زابل برېښنا امريت لپاره د طالبانو مسوولین بيا د کلات ښاريانو د برېښنا د نه شتون ستونزه مني، خو وايي چې په دغه ولايت کې د برېښنا د مخکنيو دورو د لګښت پیسو د نه ورکولو له امله برېښنا محدوده شوې ده.

د زابل برېښنا شرکت لپاره د طالبانو امر مولوي شفيق وايي، په وروستيو کې د ډيزلو د بيو د  لوړېدو او برېښنا د کارونکو د مخکینیو پیسو د نه ورکړې له امله برېښنا کمه شوې ده.

نوموړی وايي، په زابل کې د ډيزلي برېښنا ښه بدېل له پلازمني کابل څخه د وارداتي برېښنا لېږدول دی چې پروژه بیا پیل شوې ده.

د زابل د مرکز کلات ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د برېښنا له نشتوالي شکايت کوي چې ددغه ولايت د مرکز په پنځه کيلومترۍ کې د تورې په نوم د اوبو بند کارونه روان دي چې د اوبو او برېښنا وزارت د مسوولينو په خبره د اوبو د مدیریت ترڅنګ به برېښنا هم تولید کړي.