افغانستان

په شخصي لګښت د سړکونو جوړول؛ د کونړ اوسېدونکي څاروي پلوري او لارې رغوي

د کونړ د وټه‌پور ولسوالۍ د کټار او کلا سیمو اوسېدونکي د خپلو څارویو د پلور په پیسو لارې جوړوي.

کټار او کلا د وټه‌پور ولسوالۍ اړوند دوې درې دي، چې د اوسېدونکو ژوند يې له هر پلوه له ستونزو ډک دی.

د روغتیايي خدماتو نشتون، د پاکو اوبو کموالی او د لويې لارې خرابوالي هغه ستونزې دي چې د ځايي اوسېدونکو ژوند یې تریخ کړی دی.

په تېر جمهوري نظام کې د وټه‌پور د کټار او کلا سیمو اوسېدونکو د ستونزو د هواري غوښتنه کړې، خو تراوسه يې چا غږ نه دی اورېدلی او نه هم چا مثبت ځواب ورکړی دی.

د طالبانو د ادارې په راتګ سره د دغو سیمو خلک نور هم ناهیلي شوي، ځکه له طالبانو یې هم څو ځله د خپلو ننګونو د هواري غوښتنه کړې ده؛ خو د دې ډلې له خوا کومه پاملرنه نه ده ورته شوې.

دوه میاشتي کیږي چې د کټار او کلا د سیمو اوسېدونکو یو شمېر څاروي پلورلي ترڅو خپلو سیمو ته ورغلې لارې ورغوي.

د یادو سیمو سپین‌ږیري او ځوانان په بېل او کولنګ سره سړک کې خولې تویوي او تمه لري چې یوه ورځ به يي سیمې ته پاخه سړکونه وغځېږي.

خان ولي د کټار سیمې اوسېدونکی دی. نوموړی له حکومتونو ګیله لري او وايي: «ایا موږ د دغه وطن اوسېدونکي نه یو؟ موږ ته څوک د دې وطن د اوسېدونکو په سترګه نه ګوري. ځکه کلونه کېږي چې زمونږ ناروغان د دې لارې د خرابوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. موږ پاکې اوبه نلرو. په سیمې کې مو ډاکتر او روغتون هېڅ شتون نه لري. دغه د ژوند هغه اړتیاوې دي چې مونږ ترې بې برخې یو. زموږ غږ څوک نه اوري.»

طلحه د کلا د سیمې هغه اوسیدونکی دی، چې خپل لس څاروي يي پلورلي او له دې لارې لاسته راغلې پیسې یې د دغه سړک پر جوړولو لګولې دي. هغه وايي: «تیر کال مي پلار ناروغ شو او غوښتل مو چې د اسداباد ولایتي روغتون ته يې ولېږدوو خو د لارې د خرابوالي له امله يي په لار کې ساه ورکړه.»

هغه زیاتوي: «که دا سړک جوړ شي زما په ګډون د ډېرو خلکو ستونزې به هوارې شي. ددي سړک د خرابوالي له امله په کټار او کلا سیمو کې ډیرې پرمختیايي کارونه نه دي شوي.»

دا په داسي حال کې ده چې د کونړ د ډیری لیرې پرتو سیمو لارې ویجاړې دي او تګ راتګ پرې ستونزمن دی.