ورزش

غزني کې د سکېټ له ورزش سره د ځوانانو مینه

سکیت لوبه په نړۍ کې ډېر مینه‌وال لري. په غزني ولایت کې یو شمېر ځوانانو تازه دغه ورزش ته مخه کړې ده.

مروت صمیم له هغو ځوانانو دی چې دغه لوبه یې د لومړي ځل لپاره غزني ته راوړې او اوس زیات شمېر شاګران د دغه ورزش پر زده کولو بوخت دي.

مروت وایي چې درې کاله مخکې یې دغه ورزش په پکتیا ولایت کې کاوه او اوس شپږ میاشتې کېږي چې غزني ته راغلی او د روزونکي په توګه نورو زده‌کوونکو ته د دغه ورزش پر ورزده کولو بوخت دی.

مروت وایي: «دغه لوبه په غزني کې نوې ده او اوسمهال یې کابو ۳۵ تنه پر زده کولو بوخت دي.»

دغه روزونکی وایي، چې هغوی خپل تمرینونه د غزني ولایت په دولتي ورزشي سالون کې ترسره کوي او کله کله د نندارې لپاره د غزني ښار سړکونو ته ځي.

هغه دې ته په اشارې چې د دغه ورزش لپاره له خپلو یو شمېر شاګردانو سره څو ولایتونو ته تللی وویل: «کله کله له ستونزو سره مخ کېږو. خو د غزني خلک له دغه ورزش سره ډېره مینه لري او ما تل د خپل کار د دوام لپاره هڅوي.»

شیراحمد له هغو ځوانانو دی چې تازه یې دغه ورزش ته مخه کړې: «ما له دغې لوبې سره ډېره مینه لرله له همدې امله دلته راغلم ترڅو په اصولي توګه یې زده کړم. ورزش زموږ د روغتیا لپاره ډېر ګټور دی.»

غزني ولایت کې ورزشکار ځوانان په دغه ولایت کې د ورزش له مسوولینو غواړي چې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د فعالیت زمینه ورته برابره کړي ترڅو وکولای شي خپل استعداد نندارې ته وړاندې کړي.