افغانستان

طالبانو په جوزجان کې د درېیو ښځو په ګډون ۲۲ تنه په دُرو ووهل

جوزجان کې سیمه‌ییزې سرچینې تاییدوي چې طالبانو یکشنبه د لیندۍ پر ۲۷ د درېیو ښځو په ګډون دوه‌ویشت تنه د مارشال دوستم په ورزشي لوبغالي کې په دُرو ووهل.

سرچینې آمو ټلویزیون ته وايي چې په دې پېښه کې د طالبانو لوړپوړو چارواکو او د جوزجان سلګونه تنه اوسېدونکو ګډون کړی و.

یوه بله سرچینه چې د امنیتي مسایلو له امله یې آمو ټلویزیون ته په دغه راپور کې د خپل نوم د خپرولو اجازه نه ده ورکړې، وایي چې ۲۲ تنه یې د نشه‌یي توکو د کارولو او پلور، غلا او اخلاقي فساد له امله له ۲۵ تر ۳۹ متروکو ووهل چې درې تنه یې ښځې وې او وروسته یې هغوی بېرته د جوزجان محکمې ته ولېږدول.

دغه سرچینه همداراز زیاتوي، چې طالبانو هېچا ته د انځور اخیستو اجازه نه ده ورکړې او له همدې امله د څو تنو ټلیفونونه د طالبانو له خوا اخیستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې تر ۱۰۰ زیات کسان د خلکو په حضور د هېواد په لویو ښارونو کې په دُرو وهلي دي.

د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو دوې ورځې وړاندې د خلکو په مخکې د طالبانو د دُرو وهلو بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.