ورزش

جلال آباد ښار کې د ښوونځیو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ښاري ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولان وایي، چې دا سیالۍ ۱۲ اوره دي او د دې ولایت دوولس ښاري لوبډلې به پکې ګډون ولري او درې ورځې به دوام وکړي.

د دې ریاست د بدني روزنې آمر منیرالدین خالد وایي، د دغو سیالیو موخه د ښاري ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کول او دوی ورزش ته هڅول دي.

نوموړی زیاتوي: «موږ نن یکشنبه په سراج العمارت بڼ کې د ښار د ۱۲ ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د کرېکټ ۱۲ اوره سیالۍ پيل کړې، دا سیالۍ به ۳ ورځې دوام وکړي او موخه یې د زده کوونکو ترمنځ همغږي او ورزش ته د دوی هڅول دي.»

زده کوونکي هم خوښ دي، چې په دې سختو حالاتو کې ورته د تفریح زمینه برابره شوه ده.

ددغو سیالیو یو ګډون کوونکی یونس وایي، که دا ډول سیالۍ له ښاره ور اخوا لیرې پرتو سیمو کې د بېلابېلو ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ هم ترسره شي ښايي مثبتې پایلې ولري.

نوموړی زیاتوي: «موږ په دغو سیالیو خوښ یو، خو که دا سیالۍ یوازې په ښار پورې محدودې وي نو ښایي د نورو برخو اوسېدونکي ګیله وکړي، اړتیا ده، چې دا سیالۍ په ولسوالیو کې هم ترسره شي.»

سهیل بیا وایي، په دې وروستیو کې دوی تر ډېره ناهیلي وو، خو دا ډول اقدامات یې هیلې بېرته را ژوندۍ کولای شي.

هغه څرکندوي: «دا ښه خبره ده، خو غوره دا وه، چې ناڅاپه د ټولو ښوونځیو د خلاصون زېری واورو او زموږ د خویندو پر وړاندې هم ښوونځي پرانیستل شي، موږ ته په هره برخه کې حق راکول کېږي هیله ده هغوی ته هم پام وشي.»

د ننګرهار پوهنې ریاست لپاره د طالبانو مرستیال مولوي لیاقت عادل بیا ډاډ ورکوي، چې دا ډول سیالۍ به ولسوالیو ته هم وغځوي ترڅو په خبره یې د همغږۍ فضا لا پراخه شي.

ننګرهار د کرېکټ کور او په دې ولایت کې د کرېکټ مینه وال هم زیات دي، د هرې ورځې په تېرېدو په دغه ولایت کې لسګونه نوي ځوانان په دې ډګر کې وده کوي.

د کرېکټ مینه وال هم هیله من دي، چې کرېکټ بورډ به په کور د ننه کرېکټ ته پاملرنه زیاته کړي او له همدې لارې ملي لوبډلو ته غوره لوبغاړي د وړتیا له مخې وټاکل شي.