افغانستان

د کونړ اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکایت لري

درې میاشتې کېږي چې د کونړ په مرکز اسداباد او یو شمېر سیمو کې د مناګي برېښنا بنده شوې، خو تر اوسه يي د طالبانو حکومت د رغولو لپاره کوم کار نه دی کړی.

د کونړ د مرکز اسد آباد ښار او شاوخوا کلیو اوسېدونکي وايي چې دغې ستونزې یې کاروبار له ځنډ او خنډ سره مخ کړی او نشي کولای چې خپلي ورځنۍ چارې په سمه توګه پرمخ بوځي.

ننګیالی اتل چې په اسد آباد ښار کې د چاپي خدماتو کارځای لري، وايي له هغه وخته چې د اسد آباد پر ښار د مناګي برېښنا بنده شوې د دوی کارونه هم ورسره په ټپه درېدلي او لوی زیان يې لیدلی دی .

د نوموړي په وینا حکومت (د طالبانو اداره) دې ژر تر ژره د مناګي برېښنا بند د رغولو لپاره ګامونه پورته کړي.

ننګیالی وايي چې د کونړ اوسېدونکو هغه هیلې چې ګوندې برېښنا به يي کورونه روښانه کړي لمنځه ولاړې او اوس د پخوا په څېر د کورنیو څراغونو پيکه رڼا ته شپې سبا کوي.

د کونړ د مرکز اسد آباد د دمکلي اوسېدونکی قادر جان بیا په کونړ کې د برېښنا ریاست لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوی رییس په دې برخه کې ګرم بولي چې تراوسه د برېښنا ستونزې په اواري کې پاتې راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، د اسد آباد ښار او شاوخوا کلیو اوسېدونکي د برېښنا د نه شتون له ستونزې سره لاس و ګریوان دي خو دوی ته تر اوسه د برېښنا د پرچاوی او نشتوالی لامل نه دی روښانه شوی.

هغه زیاتوي، کونړ د اوبو له پلوه بډایه ولایت دی او لوي سیند پکي څپې وهي خو تر اوسه هېڅ یوه حکومت د دایمي برېښنا په اړه کار نه دی ورته کړی.

له بلې خوا، د طالبانو د کونړ د برېښنا رییس شهاب الدین یاسر وايي چې اوس مهال د مناګي برېښنا کوټ د تخنیکي ستونزو له امله تړل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، هغه وسایل چې په دې برېښنا کوټ کې لګول شوي زاړه او ځینې له کاره لوېدلي دي .

نوموړی وايي، په دې اړه يي خپلې هڅې کړندۍ کړې او ډېر ژر به دا ستونزه حل او برېښنا به اسد آباد ښار او شاخوا سیمې روښانه کړي.

په کونړ کې د مناګي برېښنا کوټ، په ۱۳۹۹ کال کې یې چارې بشپړې شوې او د ۲.۱ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري .

په لومړیو کې د کونړ اوسېدونکي هیله من وو چې دغه برېښنا به يي کورونه روښانه کړي خو اوس ناهیلې شوی او د پخوا په څېر له کورنیو څراغونه ګټه اخلي.