افغانستان

کابل کې د ایران د سفیر په توګه د بهادر امینیان د ماموریت پای

افغانستان کې د ایران سفارت وایي چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي به دا دنده پرمخ بوزي.

د طالبانو په اړه د بهادر امینیان د غږیز پیغام له خپرېدو وروسته دغه ایرانی ډیپلومات افغانستان کې په رسمي ناستو کې ګډون ونه‌کړ او اوس کابل کې د ایران سفارت د هغه د ماموریت د پایته رسېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایران د سفارت په ټویټ کې راغلي: «افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه د دکتور امینیان ماموریت پایته رسېدلی او هغه د معمول ډیپلوماټیک بهیر له مخې له درې کاله ماموریت وروسته ایران ته ستنېږي.»

کابل کې د ایران سفارت وایي چې ټاکل شوې حسن کاظمي قمي کابل کې د ایران د سفارت چارې پرمخ یوسي.

هغه اوسمهال د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی دی.

په همدې حال کې ځینې سیاسي شنونکي وایي چې حسن کاظمي قمي د افغانستان له سیاسي او ټولنیز جوړښت سره بشپړه بلدتیا لري او په داسې شرایطو کې په لوړو سطحو کې د ډیپلوماتانو بدلون به لویې سیاسی موخې له ځان سره ولري.

د سیاسي چارو شنونکي سید مهدي افضلي وویل: «ښاغلی قمي یو له هغو کسانو دی چې د افغانستان له سیاسي او ټولنیز جوړښت سره پېژندګلوي لري د اسلامي جمهوریت په سفارت کې شته بدلونونه د دې ښکارندویي کوي چې لوبې لا پېچلې کېږي او بنسټونه هڅه کوي چې لا زیات او ژور رول ولري.»

هغه دوام ورکړ: «باید دغو بدلونونو په ځانګړې توګه د ښاغلي قمي راتلو ته ځانګړې پاملرنه وشي. هغه د جمهوریت دورې له سیاستوالو او مجاهدینو سره ډېرې اړیکې لرونکی کس دی او افغانستان کې له سیاسي جوړښتونو سره ډېره پېژندنه لري. د هغه له راتلو سره به د افغانستان په سیاسي فضا کې د یوه بل بدلون شاهد ووسو.»

نږدې یوه میاشت مخکې «بلک ریوارډ» هکري ډلې د فارس خبري اژانس د یوې ټولګې په هک کولو د هغه اطلاعات په تلګرام کې خپاره کړل.

افغانستان کې د ایران مخکیني سفیر بهادر امینیان د خپلې وینا په یوه برخه کې د طالبانو ډله یوه غمیزه، د نه منلو او د شرم وړ بللې وه.

ښاغلي امینیان ټینګار کړی و، چې د ایران اسلامي جمهوریت له طالبانو سره د تعامل او د هغوی له ملاتړ پرته بله لار نه لري.

کابل کې د ایران سفارت د دغې موضوع پروړاندې غبرګون ښودلی دی او د اصلي سرچینې د تایید ترڅنګ د خبر خپرول یې مغرضانه وبلل.

افغانستان کې یوه پخوانی ډیپلومات چې مشهد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سرکونسل و، افغانستان کې د ایران د سفیر بدلون د دغه غږیز پیغام د خپرېدو له امله بولي.

پخواني ډیپلومات نورالله راغي وویل: «د اسلامي جمهوریت د سفیر بدلول په اصل کې د ښاغلي سفیر د غږیز پیغام افشا کول وو چې طالبان یې د شرم او غمیزې سرچینه بللي دي. دا عمل د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه د زغم او مدارا سیاست دوام او طالبانو ته یو پیغام لري چې د سفیر څرګندونې د هغه شخصي نظر دی نه د ایران د اسلامي جمهوریت اساسي او عمومي سیاست. ښاغلی قمي څه کولای شي.»

افغانستان کې د ایران نوی ډيپلومات حسن کاظمي قمي د ایران د اسلامي جمهوریت یو له مهمو ډیپلوماتونو څخه دی چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له بېرته واکمنېدو سره د یوه ایراني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغۍ او د طالبانو له مشرانو سره یې لیدنه وکړه.

ښاغلي قمي طالبان «ازادۍ بښوونکي ځواکونه» بللي دي او نوموړی یو وخت هرات کې د ایران د کونسلګرۍ سرکونسل و.