افغانستان

د کندهار په دروازو کې امنیتي تدابير زیات شوي دي

درې اونۍ وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د شپې ناوخته د مخابرې له لارې د کندهار ولایت له يو شمېر امنیتي مسوولينو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې د امنیت د ټینګښت سپارښتنه وکړه.

نوموړي ویلي: «خپلو دندو ته پاملرنه وکړئ او له ملګرو سره ګډ کار وکړئ.»

د طالبانو د مشرتابه له سپارښتنې سره سم، امنیتي مسوولين په دغه ولایت کې د امنیتي تدابیرو له زياتوالي خبر ورکوي.

د کندهار لپاره د طالبانو د تلاشۍ مشر شبیر آغا وایي، چې د کندهار ښار په ټولو دروازو په ځانګړې توګه سپين بولدک – کندهار ترمنځ يې ښار ته غځېدلې لويې لاري امنیت ته پاملرنه زياته کړې ده.

هغه زیاته کړې: «موږ د خپلو مشرانو په هدايت د اردو، امنیت او پوليسو په ګډون له ۰۱ قطعې ځواکونو سره دوامداره امنیتي دنده ترسره کوو، زموږ ډېر تمرکز اوس د سپين بولدک پر لار دی، چې له پاکستانه پرې خلک راځي.»

د کندهار ښار په دخولي دروازو کې ولاړ ځواکونه له خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي، خو د کندهار اوسېدونکي بيا په دغه ولایت کې د امنیت د لا ټنګښت او د وسله‌والو غلو پروړاندي د جدي اقدام غوښتنه لري.

د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالغفور وایي: «امنیت ښه دی، خو د لا ښه امنیت لپاره دې د وسله‌والو غلاوو مخه ونيول شي، ځکه ډېر وخت د خلکو د ناارامۍ لامل ګرځي.»

د کندهار لپاره د طالبانو مسوولينو ویلی، چې د کندهار ښار د امنیت د ټنګښت لپاره پوليسو او د ملي امنیت ځواکونو ته ځانګړی يونیفورم هم ورکړل شوی، چې د امنیت په برخه کې به ګټور تمام شي.