افغانستان

طالبانو په ترکیه کې د افغانستان د مخکیني حکومت دیپلوماتان ګوښه کړل

Photo: Afghanistan Embassy in Turkey.

آمو ټلویزیون ته رارسېدلي سندونه ښيي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په استانبول کې د افغانستان د کونسلي برخې څلور دیپلوماتان له دندو ګوښه کړي خو دغه ديپلوماتان په کونسلي برخه کې خپل کار ته دوام ورکوي.

په هغو څلورو لیکونو کې چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د لیندۍ په نولسمه په استانبول کې د افغانستان کونسلي څانګې ته رسېدلي، لومړی سکرتر سیدحامد نعماني، لومړی سکرتر احمد بریالی کبیرزاده، دوه سکرتر حکمت الله دراني او درېیم سکرتر غلام مصطفی ذکا چې د جمهوریت له دورې راهیسې پر خپلو دندو بوخت وو، ګوښه کړي دي.

په دغو لیکونو کې راغلي: «په ترکیه کې ددغو کسانو د دیپلوماتیک خدمت پای ته رسېدو ته په پام سره خبر ورکول کېږي چې له دې نېټې وروسته مرکز ته مراجعه وکړي.»

له بلې خوا، په استانبول کې د افغانستان د کونسلګرۍ لومړی سکرتر سدحامد نعماني د آمو له خبریال سره په ټلیفوني خبرو کې وایي چې ددې کونسلۍ ټول کارکونکي خپلو دندو ته دوام ورکوي او دوی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمیت نه پېژني.

ښاغلی نعماني وایي، په استانبول کې د افغانستان کونسلي د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره اداري اړیکې نه لري او په یوازيني مورد کې چې د طالبانو له دغه بنسټ سره تماس لري، په افغانستان کې د افغانانو وکالت خط او نکاح خط دی.

ښاغلی نعماني ټینګار لري چې په استانبول کې د افغانستان کونسلي برخه د ورځې څه د پاسه څلور زره ډالره عاید لري او ددې کونسلۍ ټول لګښتونه له همدې لارې پوره کېږي.

هغه د دې ګوښه کېدو په اړه وايي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نوموړی او د هغه همکاران د استانبول کونسلۍ ته د دې ډلې له خوا د معرفي شوي دیپلومات ګل محمد خان ځدراڼ د اجازې نه ورکولو له امله، د لیک په لېږلو سره ګوښه کړی دی.

له بلې خوا، ښاغلی نعماني د ځان او استانبول د کونسلي درېیو نورو دیپلوماتانو د ګوښه کېدو په اړه د لیکونو د لېږلو پر طریقې چې دوی ته رسېدلي نیوکه کوي وايي: «موږ له طالبانو سره هېڅ تعامل نه لرو، که مو لرلی کله چې ښاغلي عبدالله صالحي د سرپرست په توګه وټاکه موږ منلی و…، دلته یوازې زموږ ديپلوماتانو ستونزه نه ده، یوازې موږ د طالبانو په وړاندې نه یو درېدلي، ټول ترکان د طالبانو په وړاندې ولاړ دي.»

موږ غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو د طالبانو ددغه وزارت ویاند او مرستیال ویاند د آمو د خبریال اړیکو ته ځواب ورنه کړ.

د جمهوریت له سقوط وروسته، په بهر کې د افغانستان ډېری نمایندګیو خپل کار ته دوام ورکړ. تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او د افغانستان د مخکینيو دولتونو او طالبانو رژيم ترمنځ اړیکو څرنګوالی ددغو استازولیو لپاره لویه ننګونه ده.

هغه څه چې په دې کونسلۍ کې د افغانستان دیپلومات حارث ایزدیار یې هم آمو ته تاییدوي چې دا نمایندګي طالبانو ته ځواب ویونکې نه ده.

هغه وايي چې څه د پاسه دوه کاله کېږي، له دغو ټولو څلورو تنو سره په کونسلۍ کې همکار و او له دوی سره بشپړه بلدتیا لري.

ښاغلی ایزدیار د استانبول د کونسلي کارکوونکو له خوا د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو په ټینګار سره وایي چې له درېيو میاشتو راهیسې ددې کونسلۍ کارکوونکو دغې کونسلۍ ته د طالبانو له خوا معرفي شوي استازي ګل محمد خان ځدراڼ ته د راتلو اجازه نه ده ورکړې. د هغه په وینا ښاغلی ځدراڼ ځان په استانبول کې د افغانستان کونسل ګڼي او اوس د ترکیې په پلازمیني انقره کې له بې برخلیک وضعیت سره مخ دی.

ایزدیار ټینګار کوي چې ښاغلی ځدراڼ په ترکیه کې د افغانستان له سفیر سره نږدې اړیکه لري.

هغه په استانبول کې د افغانستان د استازولیو په هکله د ترکانو د لیدلوري په اړه وویل: «د طالبانو حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی، د ترکیې دولت هم په هماغه پخواني جوړښت سره چې موجود و له جمهوريت نظامه ملاتړ ته دوام ورکوي، که څه هم په هغو ناستو کې چې د ښاغلي ځدراڼ لپاره مو لرلې، د ترکیې د حکومت پيغام دا وه چې د استازولیو په داخلي مسایلو کې لاسوهنه نه کوي.»

د یو شمېر مخکینیو دیپلوماتانو په وینا، په استانبول کې د افغانستان کونسلي د جمهوریت په دوره کې د افغانستان له عاید لروونکو کونسلیو څخه ګڼل کېږي. دا کونسلي په استانبول کې د افغانستان د کونسل ذبیح الله حسین خېل په تېښتې سره له ناورین سره مخ شوې وه.