افغانستان

بغلان کې د نیونو زیاتوالی او د هغوی ناڅرګند برخلیک

د بغلان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د بې لامله نیونو له زیاتېدو شکایت لري. هغوی وایي چې طالبان د جرم له ثابتولو پرته خلک له خپلو کورونو باسي او زنداني کوي یې.

د خلکو په وینا په ترټولو تازه مورد کې د یوه نیول شوي کس مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.

دغه کس ملک احمد په تاله‌وبرفک ولسوالۍ کې د ښوونځي سرښوونکی و، چې د هغه د مړي له سپارلو وروسته یې لا هم کورنۍ د طالبانو له خوا د هغه د وژلو پر لامل نه پوهېږي.

همداراز جاوید رحماني او عتیق‌الله حمیدي هم په همدې میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شول.

بغلان کې د یونیسف پروژې کارکوونکی جاوید رحماني دوشنبه د لیندۍ پر شپږمه د طالبانو له خوا له خپل کور څخه ونیول شو.

یو له ملګرو یې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي د هغه د نیولو لامل ناروښانه بولي او وایي: «جاوید ارام هلک و. هغه یوه موده په خصوصي روزنیزو مرکزونو د انګلیسي ژبې ښوونکی و. تازه یې څو میاشتې په یونیسف کې دنده پیدا کړې وه. هغه هېڅ وقت له چا سره ناوړه چلند نه و کړی.»

جاوید څلور اولادونه لري چې دوې یې لوڼې او یو دوه یې زامن دي، هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرست دی.

د جاوید ملګری د هغه د کورنۍ د اندېښنو په اړه وایي: «هر څومره مو هڅه وکړه ترڅو پوه شو چې هغه یې چېرته او ولې بېولی، پوه نه شوو. اوس هم نه پوهېږو چې زنداني دی او که طالبانو وژلی دی.»

د طالبانو له خوا یو بله له نیول شویو کسانو د ښوونکو د روزنې استاد عتیق‌الله حمیدي دی، هغه چهارشنبه ورځ د لړم میاشتې پر ۲۵ نېټه د پلخمري ښار په یوه صرافۍ کې ونیول شو.

د هغه یو خپلوان د ده د نیول کېدو لامل د صرافي له خوا د حوالې له لارې خپل پور اخیستل ګڼي او وایي: «عتیق‌الله پر خپل یوه ملګري ۱۰۰ زره افغانۍ پور درلود. ملګرو یې اړیکه ورسره نیولې او ویلي یې دي چې پیسې مې حواله کړې. کله چې عتیق‌الله د پیسو د اخیستو لپاره صرافۍ ته ځي، طالبان هغه د پيسو د اخیستو پرمهال هغه نیسي.»

هغه دوام ورکړ: «کله چې ورغلو، موږ ته یې وویل چې عتیق‌الله له مقاومت جهبې سره اړیکه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبان ډېری مخکیني دولتي کارکوونکي له مقاومت جبهې سره د اړیکې په تور له دندو ګوښه کوي.