افغانستان

کابل کې د ۱۵۰ کارګرو ماشومانو لپاره د وړیا زده‌کړو زمینې برابرول

کابل کې یوې ښځې د دغه ښار په څلورمه ناحیه کې یو روزنیز مرکز جوړ کړی چې ۱۵۰ کارګر ماشومان پکې د ښوونځي لومړني مضمونونه زده کوي.

د دغه روزنیز مرکز بنسټ اېښوودونکې یې انګېزه د هغو ماشومانو لپاره د زده‌کړو زمینه برابرول بولي چې ښوونځیو ته د تلو وس نه لري.

د دغه روزنیز مرکز جوړوونکې ازیتا وایي چې د ماشومانو لپاره د ټولو مضمونونو زده‌کړه وړیا ده او د تدریس د ځای لګښت او د روزنیز مرکز نورې اړتیاوې له خپلې شخصي بودیجې برابروي.

هغې په دوام کې وویل: «یو نیم کال کېږي چې دا مرکز مې جوړ کړی دی. زه او خور مې تدریس کوو. دا ماشومان د ټولنې زیانمنونکې برخه دي، کورنۍ یې اجازه نه ورکوي چې ښوونځیو ته ولاړ شي. هغوی په پټه دلته راځي او درس وایي. کورنۍ یې تمه لري چې هره  ورځ کار وکړي او یو عاید ترلاسه کړي.»

د کارګرو ماشومانو هیله

په دغه روزنیز مرکز کې پر زده‌کړو بوخت ماشومان د دغه روزنیز بنسټ له جوړېدو خوښ دي او هغه ښه راتلونکي ته یوه هیله بولي.

یوه کارګره ماشومه بهاره چې د کابل ښار پر واټونو توکي پلوري په دغه روزنیز مرکز کې د ښوونځي د لومړنیو مضمونونو پر زده‌ کولو بوخته ده. هغه وایي چې په دې ځای کې د زده‌کړو د زمینې له برابرېدو خوشحاله ده.

هغې په دوام کې وویل: «هر ورځ ځم په کوڅو کې قلمونه پلورم کورنۍ مې نه پرېږدي درس ووایم، وایي (کورنۍ) کار وکړه او پیسې راوړه، ترڅو ډوډۍ وپېرو، دلته مې د درس ویلو یو ځای پیدا کړی، ډېره خوشحاله هم یم چې درس وایم.»

جلال یو بل ماشوم دی چې د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کابل ښار کې بوټونه پاکوي او وایي چې د کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله ښوونځي ته له تلو بې برخې شوی دی.

هغه په دې اړه وویل: «د سړکونو پر سر بوټ پاکوم، له کله چې خبر شوم، دلته کورس دی، راځم او درس وایم. د کورنۍ اقتصادي وضعیت مو خراب دی اجازه نه راکوي چې ښوونځي ته ولاړ شم، ډېر خوشحاله یم چې دلته درس وایم.»

دغه ماشومان هره ورځ په دې روزنیز مرکز کې له دوه ساعته درس وروسته بېرته د ښار سړکونو ته ځي او خپلې کورنۍ د ډوډۍ موندلو هڅه کوي.

تېرو ۲۰ کلونو کې د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره لږترلږه ۱۰۰ میلیارد ډالر مرسته وشوه. د کارګرو ماشومانو د وضعیت د بدلون او د هغوی د پوهنې او روزنې پر پروژو میلیونونه ډالر ولګول شول. خو لا هم هره ورځ په دغه هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د خپرو شویو راپورونو له مخې افغانستان کې ۳.۷ میلیونه کارګر ماشومان وو، چې د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته دا شمېر زیات شوی دی.

اخوا بېوزلي، لوږه، کډوالي او جګړه افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د زیاتوالي له اصلي لاملونو بلل شوي دي.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې افغانستان کې له ۴.۷ میلیون کارګرو ماشومانو ۲.۱ میلیون یې پر سختونو کارونو بوخت وو.

ملګروملتونو د روان کال د تلې میاشتې پر ۱۳ یوه راپور کې ویلي چې د تېر کال د زمري میاشتې پر ۲۴ د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد له غمیزې ډک سقوط کړی دی. په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په لومړیو کې افغانستان کې ۷۰۰ زره دندې له منځه ولاړې او د افغانستان ټولنې ۹۸ سلنه د بېوزلۍ تر کرښې لاندې دي.

دغې ښځې په داسې حال کې د کارګرو ماشومانو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده چې طالبانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ په موده کې له شپږم ټولګي پورته د څه د پاسه درې میلیون نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.