افغانستان

د کابل په یوه برخه کې د سړک جوړولو په پلمه د ۱۰ کورونو تخریب

د وزیراکبر خان غونډۍ یو شمېر اوسېدونکي له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې د طالبانو ښاروالي په دې سیمه کې د سړک جوړولو په پلمه د ۱۰ کورونو پر ورانولو تورنوي.

دغه اوسېدونکي وايي چې د کابل ښاروالۍ د وزیراکبر خان – قلعه موسی سړک د پراخولو په پلمه لس کورونه ویجاړ کړی دی.

د سیمې شپږ تنه اوسېدونکي چې کورونه یې کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ له خوا ویجاړ شوي او د طالبانو له وېرې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ دا کار «له کینې ډک» ګڼي.

دغه اوسېدونکي وایي چې تر درېیو لسیزو زیات یې په دغو کورونو کې ژوند کړی دی؛ خو د طالبانو ښاروالۍ د سه شنبې پر ورځ د هغوی کورونه ویجاړ کړي دي.

د دغو کورونو یو شمېر خاوندان له آمو سره په خبرو کې وایي چې د کورونو له ویجاړېدو دوې ورځې مخکې یې خلکو ته خبر ورکړ چې خپل کورونه خپله ړنګ کړئ؛ که نه ښاروالي به دا کورونه ویجاړ کړي.

د یوه تخریب شوي کور څښتن وویل: «دوې ورځې وروسته یې موږ ته خبر راکړ چې له ۲۵ تر ۳۰ وسله‌وال کسان راغلي او د قلعه موسی کورونه یې وران کړي دي. هر څه مو تر خاورو لاندې شول. ۷۰ کاله کېږي چې موږ دلته ژوند کوو؛ اوس حیران یو چې چېرته ولاړ شو.»

یوازې د پنجشېر د خلکو کورونه وران شوي

د دې سیمې اوسېدونکی چې تر څلوېښتو کلونو زیاته مودې یې په دې کور کې ژوند کړی وایي، چې په دغه سیمه کې یې یوازې د پنجشېریانو کورونه ویجاړ کړي دي.

د سیمې دغه اوسېدونکي وویل: «د سړک نقشه درې ځله بدله شوه. لومړی او دویم ځل همدا تخریب شوي کورونه د سړک پر سر نه وو. په دې وروستیو کې یې د سړک نقشې داسې برابره کړه چې د پنجشېر خلکو کورونه د سړک پر سر راشي، زموږ نور ګاونډیان چې زموږ پښتانه وروړنه دي کورونه یې له تخریب څخه ژغورل شوي دي.»

یو بل اوسېدونکی چې کور یې د طالبانو له خوا وران شوی دی وایي، سره له دې چې طالبانو کولای شوای سړک د غونډۍ لوري ته پراخ کړي؛ خو د پنجشېر خلکو لس کورونه یې په عقدي یې توګه وران کړل.

هغه همداراز وویل: «د دغه سړک نقشه لس کاله وړاندې جوړه شوې وه چې ۲۱ کورونه په نقشه کې راتلل؛ خو هغه پروژه تطبیق نه شوه چې په هغه نقشه کې کورونه له ۱۵ تر ۲۰ سلنه ویجاړېدل. دوی (طالبانو) نقشه بدله کړه، نور کورونه تخریب نه شول. د پنجشېریانو لس کورونه یې د سړک پر سر راوستل، وروسته د رییس‌الوزرا مرستیال (عبدالسلام حنفي) ته ورغلو دوې ورځې وروسته ښاروال راغۍ او ویې‌ویل چې سړک پنځه متره د غونډۍ لور ته پراخ کړئ. خوشحاله شوو چې لږترلږه کورونه کم تخریبېږي؛ خو ویې‌ویل چې دا پنځه متره د دیوال لپاره د غونډۍ لور ته بېول کېږي. بلدوزر یې راوست او کورونه یې ویجاړ کړل.»

د دې سیمې اوسېدونکي وایي: «کله چې د طالبانو د ښاروالۍ کسان د کورونو د ورانولو لپاره راغلل، د دغو کورونو یو شمېر ښځو او نارینه‌وو نښته ورسره وکړه چې په پایله کې یې ۴ ښځې او ۵ نارینه ټپیان شول.»

کوم کورونه چې په نقشه کې وو، ویجاړ شوي دي

په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي، ټول هغه کورونه چې د سړک نقشې پر سر وو، تخریب شوي دي.

هغه په دوام کې وویل: «کوم کورونه چې د ملکیت سندونه یې لرل د ځمکې او د ودانۍ د تخریب پیسې ورکړل شوې او چا چې سند نه درلود یوازې د ودانۍ د تخریب پیسې ورکړل شوې دي.»

ښاغلي بارکزي د سړک د نقشې او د کورونو خاوندانو ته د ورکړل شویو پیسو د غوښتنې په تړاو د آمو په ځواب کې وویل: «هغه نقشه په رسمي توګه د مراحلو کچ کول غواړي. یوه فورمه ډکه کړئ. یو رسمي مکتوب راوړئ، بیا نقشه درته درکولائ شوو؛ که نه نقشه نه شو درکولائ.»

خو د تخریب شویو کورونو څښتنان وایي چې د کورونو د تخریب او د ځمکو د بیو هېڅ ډول پیسې نه دي ورکړل شوې.

له دې مخکې هم د روان کال د وږي میاشتې پر ۱۴ کابل کې د طالبانو د ادارې ښاروالۍ، د کابل – شمال سړک د بیارغولو په موخه له سرای شمالي څخه د خیرخانې تر کوتل پورې د سړک غاړې کورونو د تخریب خبر ورکړی و. د هغو شمېرو له مخې چې د طالبانو ښاروالۍ له رسنیو سره شریکې کړې دي، دغې ادارې پر دې سړک ۳۵۵ کورونه ویجاړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د جمهوریت چارواکو کورونه او جایدادونه نیولي او پر پوځي مرکزونو او د خپلو جنګیالیو د اوسېدو پر ځایونو یې بدل کړي دي.

په وروستي مورد کې آمو ټلویزیون د لیندۍ پر اوومه یو راپور خپور کړ چې د پلخمري د نساجي شرکت د اړوند درې جرېبه کرنیزې ځمکې دغصب په اړه و، چې د طالبانو د والي د مرستیال ملا یونس خالص له خوا کابل کې غصب او ویل شوي وو، چې نوموړی پکې استوګنیزه ودانۍ جوړوي.