افغانستان

یوناما: رسنۍ دې د يوه ارزښت په توګه وساتل شي

په سويلي حوزه کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر مسوول الکساندر کاریت وايي، رسنۍ په هېوادونو کې د اصلاح او پرمختګ له مهمو عناصرو څخه شمېر کېږي او باید په افغانستان کې هم د رسنیو ارزښت خوندي شي.

کاريت د سې شنبې په ورځ د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د خبريالانو او په دغه ولایت کې د طالبانو د رسنیو برخې له مسوولينو سره ګډه ليدنه کې دغه څرګندونې وکړې.

د هېواد په سويل لوېديځه حوزه کې د يوناما مسوول همداراز وویل، چې د رسنیو د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له يو شمېر نورو ادارو سره ګډ کار کوي.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل، چې له رسنيو سره د معلوماتو په شريکولو او ژورنالستانو ته د کاری چاپيريال رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

په دغه ناسته کې د کندهار يو شمېر خبريالانو هم معلوماتو ته د لاسرسي د زياتوالي او د خبريالانو د کاری ساحې د تعریف غوښتنه وکړه.

کندهار کې خبريال صديق افغان وویل «انتقادي موضوعاتو ته، چې د ټولنې د اصلاح لپاره وي باید د تخريب رنګ ور نه کړل شي او د خبريالانو د فعاليت د لا ښه والي لپاره دې د خبريالانو د فعاليت يوه کړنلاره جوړه شي، ترڅو رسنیز فعالیت وده وکړي.»

په ناسته کې د کندهار د سيمه ایزو رسنیو يو شمېر مسوولينو هم له ناوړه اقتصادي ستونزو شکایت وکړ.

په کندهار کې د ژوندون راډيو ټلويزیون د نشراتو مسوول عبدالغفار کاکړ وویل، چې فعاليت يې د پخوا په پرتله د اقتصادي سرچينو د کموالي له امله کم شوی، خو بيا هم په سخت اقتصادي حالت کې فعاليت کوي.

نوموړی زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده، چې نړيوال دې د کندهار د رسنیو د فعاليت له عادي کېدو سره مرسته وکړي او د تمويل سرچينې دې ورته برابرې کړي، کنه په کندهار کې به یوه ورځ د رسنيو فعاليت صفر ته راټيټ شي.»

په دغه ناسته کې د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ سعید وویل، په دې ولایت کې د ازادو رسنیو فعاليت ته ژمن دي او تر اوسه د دوی د فشار له امله کومه رسنۍ نه ده تړل شوې.

هغه زیاته کړه: «موږ د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو فعاليت ته ژمن يو او هېڅکله د سانسور فکر نه لرو، خو اسلامي او افغاني ارزښتونه راته لومړيتوب لري، که څه هم په تېرو شلو کلونو کې رسنيو زموږ فعاليتونه ترهګر بلل، خو نن هغه رسنۍ هم دلته فعاليت کوي.»

په سويلي حوزه کې د يوناما مسوولينو وویل، چې د رسنیو او خبريالانو د ستونزو د اواري لپاره به دا ډول ګډې ناستې په مهالني ډول ترسره کوي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا يوه پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې ولایت له امنیه قوماندان سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د رسنیو او خبريالانو د امنیت په اړه خبرې کړې وې.