افغانستان

د جلال اباد ښار، د صرافانو په مارکېټ کې بمي چاودنې ۹ تنه ټپیان کړل

د ننګرهار، مرکز جلال اباد ښار صرافانو په مارکېټ کې نن ماسپښین شاوخوا ۲ بجې بمي چاودنه وشوه.

عیني شاهدانو له امو سره په خبرو کې وویل، چې په دغه مارکېټ کې چاودنه هغه مهال وشوه، چې صرافان د بولۍ په حال کې وو.

فهیم چې په یاد مارکېټ کې صرافي لري آمو ته وایي: «خپله روغ یم، خو هلته ډېره ګڼه ګوڼه وه خلک سخت حالت سره مخ وو زیات شمېر کسان پکې ټپيان شول.»

ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولان بیا وایي، چې چاودنه د اېښودل شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو د مطبوعاتو مسوول عبدالبصیر زابلی وایي، چاودنه د لومړۍ ناحیې اړوند تالاشۍ څلورلارې د صرافانو په مارکیټ کې اېښودل شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

زابلی وایي چې په چاودنه کې ۶ تنه ژوبل شوي او په خبره یې سیمه د طالبانو په کنټرول کې ده.

بل لور ته بیا د ننګرهار حوزوي روغتون یوې سرچینې امو ته وویل، چې د چاودنې له ځایه ورته ۹ ټپیان ور وړل شوي، چې د ۲ تنه یې سطحي او ۷ نور ژور ټپونه لري چې تر درملنې لاندې دي.

د چاودنې موخه لا معلومه نه ده او نه یې هم چا مسوولیت منلی دی، خو طالب امنیتي مسوولان بیا وایي، چې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.

یو شمېر صرافان  بیا له آمو سره په خبرو کې که څه هم کره شمېر نه ښيي، خو زیاتوي چې د چاودنې پرمهال ورته په لکونه افغانۍ زیان اوښتی  او د ډېرو صرافانو پیسې ورکې شوې دي.

دا په تېرو دوو ورځو کې په جلال اباد ښار کې دوهمه چاودنه ده، چې په کې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

وړمه ورځ (یک شنبه) ماښام مهال د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند درمسال ته څېرمه ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله ۶ تنه ټپیان شول.

په هغه چاودنه کې په جلال اباد ښار کې یوازینی پاتې سېکهـ چرن سېنګهـ هم ژوبل شوی و.