سوداګري

نباتي ناروغیو په غور ولایت کې د کچالیو حاصلاتو ته سخت زیان رسولی دی

غور ولایت کې یو شمېر کروندګر وایي چې سږ کال د وچکالۍ او د نباتي افتونو او ناروغیو له امله په دغه ولایت کې د کچالیو حاصلات لس سلنه کم شوي او هغوی ډېر زیانمن شوي دي.

رحمت‌الله ۳۶ کلن کروندګر دی چې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې ژوند کوي. هغه تر ۳ جرېبه په زیاته ځمکه کې کچالو کرلي دي او وايي، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د وچکالۍ او نباتي افتونو د خپرېدو له امله د کچالیو محصولاتو د پام وړ کموالی موندلی دی.

هغه د کرنې ادارې د مسوولانو بې پامي په غور کې د کچالیو حاصلاتو د زیانمنېدو یو له عواملو ګڼي او زیاتوي: «کچالو سږ کال له ډېرو افتونو سره مخ دي. موږ ویل چې راتلونکي کال ته یوه اندازه کچالو وساتو؛ خو وموکتل چې ډېری یې خراب دي. له همدې امله اړ شوو چې کچالو من پر ۲۰ افغانۍ وپلورو.»

د غور یو بل کروندګر ۳۲ کلن شمس‌الدین هم د کچالیو د حاصلاتو له خرابوالی شکایت کوي او وایي چې سږ کال یې د نباتي ناروغیو او افتونو په اړه د ناپوهۍ او همداراز د وچکالۍ له امله له خپلو ځمکو کم حاصل اخیستی دی.

هغه د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرواترو کې وایي: «سږ کال اوبه نه وې او په ځمکو کې ډېر چینجي ولوېدل، زموږ ټول کچالو خراب شول. موږ تېر کلونه له همدې څلورو جرېبو ځمکو له ۶۰ تر ۷۰ بوجیو کچالو حاصلات اخیستل؛ خو سږ کال ۲۰ بوجۍ هم نه دي شوي، بله دا چې د سږ کال کچالو بې مزې وو.»

د غور کروندګر د طالبانو له مرکزي او ځایي مسوولانو او همداراز له ملاتړو موسسو غواړي چې کرنې ته پاملرنه وکړي ترڅو وکولای شي په راتلونکي کې له خپلو ځمکو ښه حاصل واخلي.

په همدې حال کې غور کې د کرنیزو چارو کارپوهان په دودیزه توګه د کچالو حاصلاتو راټولول او د معیاري سړوخونو او د مناسب بازار نشتون د دغه محصول په کموالي کې ښکېل لاملونه بولي.

په دغه ولایت کې د کرنیزو چارو کارپوه عبدالرحیم عمري وایي: «کچالو تر اوسه په افغانستان په ځانګړې توګه په غور کې په دودیزه توګه راټولېږي. حکومت (د طالبانو ادارې) هم پاملرنه نه ده کړې او هغه کم شمېر سړې خونې هم چې شتون لري معیاري نه دي او کروندګر نه شي کولای خپل محصولات د ژمي موسم تر وروستیو وساتي ترڅو وکولاي شي په پسرلي کې یې په ښه بیه وپلوري.»

په دې لړ کې د غور لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال د اوبو د کموالي او نباتي افتونو له امله په دغه ولایت کې د کچالیو د محصولاتو کچې ۱۰ سلنه کموالی موندلی دی.

غور کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر محمد زمان قتیبه وایي: «له بده‌مرغه سږ کال بېلابېل عوامل د دې لامل شوي چې د کچالیو د حاصل کچه لس سلنه کموالي ولري. له دې سره سره هم موږ د کرنې وزارت ته ځینې وړاندیزونه لرل. هیله‌مند یو وکولای شو خپلو بزګرو ته تر مخکې ښه رسېدنه وکړو ترڅو هغوی وکولای شي ښه محصولات ولري.»

سږ کال د غور ولایت په ۱۵۰۰ هکټاره ځمکه کې کچالو کرل شوي چې له هر هکټار څخه یې ۶ ټنه محصولات اخیستل شوي دي.