سوداګري

په کابل کې د افغانستان بانک د عالي شورا دوه ورځنۍ ناسته ترسره کېږي

په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق له څلورو غړو یوه شاه محمد محرابي، د افغانستان بانک د عالي شورا په ناسته کې د ګډون په موخه سبا کابل ته راځي.

د اماني صندوق دغه برحاله غړی وایي چې د افغانستان بانک د عالي شورا په ناسته کې، د افغانستان بانک د اداري او عملیاتي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی محرابي د افغانستان د اماني صندوق د غړي، د افغانستان بانک د عالي شورا د غړو او ددغه بانک د تفتیش د رییس په توګه مسوولیت لري او له کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي.

د افغانستان د اماني صندوق غړی شاه محمد وايي: «د افغانستان بانکي قوانینو، یوه عالي شورا جوړه کړې چې تر ټولو لوړ سیاست جوړونکی او تصمیم نیونکی بنسټ دی. دا بنسټ په بشپړ ډول خپلواک دی او خپلې موخې د حکومت د نورو بنسټونو له خوا له نفوذ، لاسوهنې او فشار پرته تعقیبوي. د افغانستان بانک اصلي موخه، په هېواد کې د پیسو د ثبات او ارزش د ساتلو په موخه د پیسو عرضه کول، د پیسو د سیاستونو طرحه کول د هغې تعقیب او مدیریت دی.»

هغه زیاته کړه: «د افغانستان بانک بله موخه، د نقدو پیسو د خپرولو بهیر چټکتیا، څارنه او مالي موسسو ته د پیسو د ورکړې لپاره د بانکونو تنظیم دی. همداراز اسعاري سیاست او د افغانیو بانکنوټونو او سکو چاپ او وېش هم پرغاړه لري.»

په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق له جوړېدو وروسته، تراوسه دوه ځله لوی او کوچني افغاني بانکنوټونه چاپ شوي دي.

محرابي د افغانستان بانک د عالي شورا د دوره يي ناستې په اړه زیات جزیات نه ورکوي؛ خو وايي چې د افغانستان بانک له خوا په اکتوبر میاشت کې د افغانیو د چاپ لګښت د دوو شرکتونو حساب ته لېږل شوی دی.

د افغانستان د اماني صندوق دا غړی وایي: «دا د عالي شورا عادي ناسته ده او ټاکل شوې دغه ناسته د افغانستان بانک د اداري مسایلو او عملیاتي چارو په اړه د مشورې په اړه جوړه شي او همداراز هغه څه مو چې د بانکنوټونو په اړه وویل، فکر کوم له دې مخکې مو یې په اړه مالومات ورکړي. د افغانیو د چاپ او سپارلو لپاره له نړیوالو شرکتونو سره دوه تړونونه لاسلیک شوی دی. یو یې د لس میلیارده افغانيو او د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د ۳۸۰ میلیونه افغانیو د چاپ لپاره له PWPW سرکت سره او دوهم یې له اوبت اوبت سرفیډشري شرکت سره د ۳۹۰ میلیونه په ارزښت د کابو لس میلیارده افغانیو او د ۱۵ میلیونه قراردادي ارزښت سره لاسلیک شوی دی.»

هغه زیاته کړې: «مهمه ده چې په یاد ولرو د افغانستان بانک به د زړو افغانیو پرځای نوي بانکنوټونه ووېشي او دا کار به د اسعارو او پیسو پر بهیر اغېز ونه کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان څه وايي؟

له بلې خوا، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغانیو چاپولو دې ته په پام سره چې طالبان په رسمیت نه دي پېژندل شوي، یو ډول دوه ګونی حرکت او سیاسي دوه مخي ده چې ګټه به یې موجودې واکمنۍ ته ورسېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیدمسعود وویل: «د هغو پیسو په بدل کې د افغانیو چاپول چې صندوق ته تللې او د افغانانو له صلاحیت او غوښتې پرته پرتې دي، په خپله یو ډول سیاسي قمار او افغانانو د دوکه کولو ناوړه قمار او چل دی. کله چې سل میلیارده افغانۍ چاپوو، په خپله واکمنۍ یو ډول مرسته رسول دي او په هغه صورت کې چې د طالبانو په رسمیت نه پېژندل مطرح کېږي، یو ډول دوه ګونی او دوه مخی سیاست دی چې افغانان ترې کړېږي.»

همداراز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مخکینی رییس آذرخش حافظي د هېواد له اسعاري زېرمو استفاده چې په اماني صندوق کې دي، د هېواد په ګټه نه بولي او باوري دی چې د ملاتړ کوونکو پیسو کارول به په ملي او نړیواله کچه د افغانیو اعتبار ته زیان ورسوي.

هغه وایي: «د افغانستان ستراتیژيکې زېرمې په دوو اصلي موخو، یو د افغانیو اعتبار چې بیه یې تثبیتوي او د پیسو په وړاندې د بدلونونو مخنیوی کوی او دوهم په نړیواله ټولنه کې د افغانستان په مرکزي بانک کې د نړیوال اعتبار لپاره دی او دا پیسې د مصرف لپاره نه دي، خو دا چې په بیړنیو حالاتو کې د پیسو د اعتبار لپاره پور اخیستل شوې وي او د پور د ادا کولو او ګټې لپاره یې له زېرمو استفاده کېږي بېرته پر خپل ځای اېښودل کېږي.«

د مالي او بانکي مسایلو یو کارپوه سیرقریشي وايي چې د صندوق د جوړولو موخه، د افغانستان له اسعاري زېرمو استفاده نه ده؛ بلکې د پانګونې لپاره ده ترڅو د افغانستان له شتمنیو لازیاته ګټه ترلاسه شي.

قریشي وویل: «د افغانستان اماني صندوق چې په سویس کې جوړ شوی، موخه یې دا نه ده چې له هغې د دولتي او عملیاتي مصارفو لپاره کار واخیستل شي؛ بلکې د افغانیو د چاپ لپاره دی ترڅو له دغو پیسو د پانګونې او د ګټې د ترلاسه کولو په موخه ترلاسه کېږي او وکولای شي د افغانستان اسعاري زېرمې زیاتې کړي.»

تراوسه شل میلیارده افغانۍ د دوو پولنډي او فرانسوي شرکتونو له خوا چاپ او افغانستان ته لېږل شوې دي.

ددغو پیسو له چاپ څخه مخکې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست په یوه آنلاین ناسته کې ویول چې امریکا، په افغانستان کې دوې بانکي معاملې ترسره کړې چې یوه یې د تازه بانکنوټونو چاپول دي چې د افغانستان بانک یې لګښت ورکوي.