د تېر حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې پخواني عمومي رئیس، فضل محمود فضلي په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان د پوځ تېره شپه هوايي او ځمکني بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې «وحشیانه» عمل بللی دی.
فضلي پر پاکستاني نظام او د هغوی پر پرونیو او نننیو نیابتي ډلو سختې نیوکې کړې او وایي چې دوی ټول د «افغان وژنې او د افغانستان د بېثباتۍ» لپاره کار کوي.
نوموړي په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان لوېدیځو ملاتړو هم په وروستیو ورځو کې د اسلاماباد د دغو بمباریو په ننګه څرګندونې کړې وې، هغه د دغه وحشت یواځینۍ حل لاره د افغانانو یووالی او د یوه «مشروع او ملي سیاسي نظام» جوړول بللي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان د پوځ دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د نړیوالو معیارونو خلاف عمل بللی دی.
ښاغلي کرزي پر خپله ایکس پاڼه په خپور شوي بیان کې پر پاکستان غږ کړی چې د «ستیزهجویۍ او د افراطګرۍ په وړاندې له دوه ګوني چلند» څخه لاس واخلي.
دا غبرګونونه داسې مهال را مخته کیږي چې د طالبانو د حکومت د نوي بیان له مخې، تېره شپه د پاکستان په غبرګو هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۶ عام وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي، چې تر ټولو درنه مرګژوبله د پکتیا په څمکنیو کې اوښتې ده.
خو بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ وايي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې د رینجرز ځواکونو پر مرکز د برید په غبرګون کې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۲۵تنه د ټي ټيپي او جماعتالاحرار وسلهوال وژلي دي.
