افغانستان

کندهار ښاروالۍ پر واټونو د سيارو غرفو د وېش لړۍ پیل کړه

کندهار د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک او د واټونو ترڅنګ پلورونکو له بې نظميو سره مخ ښار دی. دا د همدې ښار د پنځمې ناحيې سيمه ده، چې د پلورونکو له زياتې بې نظمۍ څخه يې اوسېدونکي شکایت کوي.

د مېوند په نوم د کندهار يو اوسېدونکی وایي: «کراچیو په کندهار ښار کې دومره بې نظمي جوړه کړې، چې هېڅ حد نه لري، دغه ستونزه د کندهار ښار په حضرت جي بابا سيمه کې تر ټولو زياته ده.»

خو د طالبانو د کندهار ښاروالۍ په يوه تازه ګام کې د لاسي کراچيو له امله رامنځته شوې بې نظمۍ د مخنیوي لپاره پر واټونو د لاس پلورونکو لپاره د سيارو غرفو د اېښودلو لړۍ پېل کړې ده.

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، غرفې د ښاروالۍ ملکيت دی او د واټونو ترڅنګ پلورنکو ته په کمه کرايه ورکول کېږي.

د کندهار ښاروالۍ مرستیال قدرت الله وصال وایي، ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره دا ګټوره طرحه ده.

دوی زیاتوي، دغه غرفې د ښاري نظم په موخه د کندهار په دوه لارې سيمه کې لومړی ځای پر ځای شوې، چې وروسته به دا لړۍ د کندهار ښار نورو سيمو ته هم وغځول شي او دا به د وزګارۍ کچي په ټيټوالي کي هم رول ولري.

لاس پلورونکي هم وایي، چې د ښاروالۍ د غرفو ورکړه به يې ستونزي هوارې کړي.

د محب الله په نوم يو کس، چې تازه يې د ښاروالۍ اېښودل شوې، غرفه په کرايه نیولې او پکې کاروبار کوي وایي: «د غرفو اېښودل ددغه واټ د نظم او ښکلا لپاره ښه دي، باید د ښاروالۍ د نظم دوامداره څارنه وکړي.»

د کندهار ښاروالۍ مسوولينو ویلي، د وزګارۍ کچي د ټیټوالي لپاره به د کندهار ښار په ځينو نورو برخو کې هم د ښاروالۍ له لوري جوړې شوې غرفې ځای پر ځای او خلکو ته به د کار زمينه برابره کړي.