افغانستان

قطري شېخان هلمند ته د ښکار لپاره تللي

تازه په ټولنيزو رسنیو کې د قطري شېخانو يوه ویډيو لاس پر لاس کېږي، چې د افغانستان د مخکیني پوځ چورلکه ورته ولاړه او دوی د ښکار لپاره په چمتوالي بوخت دي.

په ویډيو کې د کندهار والي محمد يوسف وفا هم ښکاري، چې قطري شېخانو ته د مېلمه پالنې په اړه خبرې کوي.

په هلمند کې يوه سرچينه وایي، چې د قطر ځينې ښکاريان د کمسارو مرغانو د ښکار لپاره د سویلي ولایت هلمند د خانشين ولسوالۍ ته راغلي دي.

سرچينه وایي، د قطر راغلو شېخانو سره د افغان پوځ چورلکې هم دي او ځيني طالبان يې ساتنه کوي.

د سرچينې په خبره قطري ښکاريان هلمند ته د کندهار د والی محمد يوسف وفا په امر تللي او هغه ورته هر راز امکانات چمتو کړي دي.

کندهار کې هم يوه سرچينه وایي، چې قطريانو ته په سویلي ولایتونو کې د ښکار لپاره کلک امنیتي تدابير نيول شوي او هغوی هم د نايابه مرغانو د ښکار لپاره پوره هڅه کوي.

سرچينې وایي، عربان معمولآ بازان، چې د افغانستان ګران بيه او نایابه مرغان دي ښکاروي.

د قطر دغو ښکاريانو له ځان سره د لوبو سامان او يو لوی ټلویزیون هم راوړی، چې پکې د فوټبال نړیوالې سيالۍ ګوري.

د کندهار او هلمند ولایتي مسوولين په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه کوي.

له دې وړاندي به قطري شېخان فراه او نیمروز ولایتونو ته د ښکار لپاره تلل، خو د طالبانو له واکمنېدو راهيسي لومړی ځل دی، چې هغوی هلمند ته د نايابه مرغانو د ښکار لپاره ځي.