افغانستان

د اوبو او کیمیاوي سرې نشتوالی په جوزجان کې د کروندګرو ستونزه

په جوزجان ولایت کې کروندګر، په دې ولایت کې د پنبې حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، له وروستیو وچکاليو، بې وزلي او وزګارۍ سره سره دوی توانېدلي د سولري څاګانو له اوبو د پنبې حاصلات زیات کړي.

دوی وایي چې سږکال یې د پنبې حاصلات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

کروندګر زیاتوي، که حکومت له دوی ملاتړ وکړي، خپل حاصلات له هېواده بهر ته هم صادرولی شي.

کروندګر همداراز وايي چې دوی د څښاک پاکو اوبو، کروندو لپاره د اوبو او کیمیاوي سرې له کمښت سره مخ دي او له سرپرست حکومت (طالبانو ادارې) غواړي چې دغې ستونزې ته پام وکړي.

د جوزجان ولایت د «ینګي اریغ» کلي یو کروندګر لعل محمد په دې اړه وايي چې د لس کسیزې کورنۍ مسوولیت پرغاړه لري او له خپلو وروڼو سره د پنبې په کرکېله بوخت دی.

هغه زیاتوي: «په روان کال کې مو پر شل جریبه ځمکه پنبه کرلې او د سولري څاه له اوبو په استفادې سره مو په روان کال کې د پنبې حاصلات زیات شوي دي. موږ د اوبو له کمښت سره مخ یو حکومت (د طالبانو اداره) کروندګرو ته پام نه کوي او کیمیاوي سره نه لرو، که له موږ ملاتړ وشي ځمکې به مو ښه حاصل ورکړي.»

د جوزجان یو بل کروندګر حسین چې د لیسانس سند لري؛ خو له دې امله چې په رسمي اداره کې د دندې په پيدا کولو نه دی بریالی شوی، کرنیزو چارو ته یې مخه کړې ده.

نوموړی آمو ټلویزیون ته وایي: «ددې لپاره چې ځمکې مې ښه حاصل ورکړي، شپه او ورځ زحمت باسم، موږ اوبه نه لرو او د اوبو له سخت کمښت سره مخ یو، د څښاک اوبه پېرو او د کرنې لپاره اوبه د لمریزو څاګانو له لارې برابروو، د اوبو کمښت زموږ یوه اصلي ستونزه ده.»

په جوزجان ولایت کې د تیلي نباتاتو یو کارپوه شکرالله بهیچ وایي چې د پنبې د حاصلاتو په زیاتوالي سره به په دې ولایت کې د غوړیو بیه هم ټیټه شي؛ ځکه د پنبې له دانو د غوړیو د تولید لپاره کار اخیستل کېږي.

له بلې خوا، په جوزجان ولایت کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د پنبې حاصلات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي او د شمېرو له مخې، په روان کال کې ۸زره ټنه پنبه په دې ولایت کې راټوله شوې ده.

په جوزجان ولایت کې کروندګرو په روان کال کې پر ۴ زره او ۷۲۶ هکتاره ځمکه پنبه کرلې ده. تېر کال په ۹۶۳ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه؛ خو سږکال د وچکالۍ او پنبې پېرلو د مناسبې بیې له امله، کروندګرو یې کرلو ته ډېره لیوالتیا ښودلې ده.