نړۍ

د اټومي انرژۍ اژانس عمومي مدیر: له ایران سره اړیکې باید خپلې لارې ته ستنې شي

د اټومي انرژۍ اژانس عمومي مدیر رافایل ګروسي وایي، داسې برېښي چې ایران د دغه اژانس د څارنې له همکارۍ سره په تضاد کې دی.

ګروسي په روم کې د ناستې پرمهال د یورانیمو د بډایه کولو ظرفیت د زیاتولو په تړاو د تهران له وروستۍ پرېکړې د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: «داسې برېښي چې موږ د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پروړاندې د ایران د مسوولیتونو په تړاو په پوره توګه جدي چلند کړی وي.»

اټومي اژانس په خپله وروستۍ بیانیه کې د خپل اټومي پروګرام په اړه د پوښتنې د ځواب اخیستو لپاره ایران ته د دغه بنسټ د څارونکي له سفر سره د دې هېواد له هوکړې خبر ورکړی و.

که څه هم د دغه سفر وخت نومبر میاشت ویل شوی؛ خو دا سفر تر اوسه نه دی ترسره شوی.

رافایل ګروسي وویل چې ایران دغه اژانس ته خبر ورکړی، چې د یورانیمو بډایه دوه برابره نه بلکې درې چنده کوي چې ۹۰ سلنه پوځي کچې ته ډېر نږدې دی.

هغه په دوام کې زیاته کړې چې دغه موضوع اړینه ده او پایلې له ځان سره لري؛ ځکه د اټومي توکو یو نوملړ د ایران په واک کې ورکوي چې نه شو کولای هغه حذف کړو.

د رافایل ګروسي په وینا ښایي له دغو موادو نورې ګټې هم واخیستل شي او له همدې امله باید وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران تل جنګي توکو ته د لاسرسي لپاره د هڅې تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دغه هېواد اټومي تکنالوژي یوازې د ملکي موخو لپاره ده.