روغتیا

د دایکندي په شهرستان ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه روغتیایي مرکز جوړېدل

د دایکندي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې خلکو د یوه روغتیایي مرکز ودانۍ په شخصي لګښت رغولې ده.

په دغې ولسوالۍ کې د «چهاراسپان» روغتیایي مرکز ودانۍ د تېرې اونۍ پر پنجشنبه سهار د دغه کلي او د شاوخوا کلیو او د ځایي طالب چارواکو د سلګونه تنو په حضور په یو لړ مراسمو کې پرانیستل او ګټې اخیستو ته وسپارل شو.

ځایي متنفذین وایي، چې د دغه روغتیایي مرکز جوړولو تر ۵ میلیون افغانیو ډېر لګښت لرلی دی او کار یې هم د خلکو له خوا پرمخ وړل شوی دی.

د «چهاراسپان» روغتیایي مرکز د جوړولو چارې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو کې په درې جرېبه ځمکه کې پیل او یوه موده د بودیجې د نشتون له امله ودرول شو. خو په پایله کې له کابو دوو کلونو وروسته د ۱۳ خونو په لرلو سره د لړم میاشتې په پای کې بشپړ شو.

دغه مرکز د دایکندي د مرکز نیلي ښار په ۳۰ کیلومترۍ کې دی او کابو ۲ زره کورنۍ د چهاراسپان، غیبي، زوجوک او برلان کلیو کې د لومړنیو روغتیایي مراقبتونو لپاره ورځي.

د چهاراسپان کلي یو له متنفذینو محمدظاهر مجاهد وایي، چې له دې مخکې اړ وو، ناروغان په پنځه زره یا تر هغې زیاتې کرایې سره د ولایت مرکز ته ولېږدوي، چې پر لارو د ناروغ د له منځه تلو امکان هم و، او لګښت یې هم د خلکو لپاره دروند و.

په دې لړ کې مجاهد د روغتیایي برخې له مسوولینو غواړي، چې د هغوی روغتیایي کلینک ته وده ورکړي ترڅو د خلکو اړینې روغتیایي ننګونې هوارې شې.

د چهاراسپان کلي یو بل مشهور کس غلام علي حسیني وایي، چې د دغه روغتیایي مرکز د جوړولو لپاره له دایکندي تر مزارشریفه عام وګړو او د ایران کډوالو مرسته کړې ده.

د حسیني په وینا، د هغوی ترڅنګ له هرې ځایي کورنۍ هم له ۲۰ تر ۴۰ زره افغانۍ ټولې شوې دي.

حسیني وایي: «هره ورځ تر ۵۰ تنو یوازې د وچې ډوډۍ په خوړلو د دغه کلینک لپاره کار کړی دی.»

د چهاراسپان کلي متنفذینو ټینګار کړی دی، چې یووالی د ډېرو ننګونو د حل‌لار ده.

له دې مخکې خلکو په چهاراسپان کلي کې ګڼ عام‌المنفعه فعالیتونه له دې جملې د پل جوړول د خلکو په شخصي لګښت ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د دایکندي خلک د وزګارتیا له امله له سختې بېوزلۍ او وچکالۍ کړېږي او زیات شمېر ځوانان ګاونډیو هېوادونو ته د کار لپاره له قانوني او غیرقانوني لارو تللي دي.