نړۍ

د پاکستان د پوځ نوی مشر څوک دی؟

د آی اس آی پخوانی رییس جنرال سید عاصم منیر، د پاکستان د پوځ د مشر په توګه معرفي شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهبار شریف، جنرال منیر چې د دغه هېواد له مخکیني لومړي وزیر عمران خان سره ښې اړیکې نه لرلې، د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه معرفي کړی دی.

ټاکل شوې جنرال منیر د نومبر له ۲۹ نېټې خپل کار پيل کړي.

د آی اس ای د مخکیني رییس فیض حمید او د پاکستان پوځ د لوړپوړي جنرال ساحر شمشاد په ګډون، شپږ تنه د دې پياوړې چوکۍ لپاره نوماندان وو.

ټاکل شوې جنرال عاصم منیر د پاکستان پوځ د اوسني مشر جنرال قمرباجوه ځای ناستی شي. جنرال باجوه شپږ کاله پر دغې دندې کار کړی دی.

عمران خان چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې له لومړي وزارته ګوښه شو، جنرال قمر باجوه یې د هغه د ګوښه کولو په دسیسه کې په لاس لرلو تورن کړی و. البته دا تور د ښاغلي باجوه له خوا رد شوی دی.

د پاکستان د پوځ مشري، د دغه هېواد د تاریخ په اوږدو کې د پاکستان په دولت کې تر ټولو ځواکمنه چوکۍ ګڼل کېږي او د پاکستان د پوځ د مشر بدلون تل په دې هېواد کې مهمه پېښه ګڼل کېږي.

په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د پاکستان دولت له جوړېدو راهیسې درې ځله ددې هېواد پوځ کودتا کړې او د اوږدې مودې لپاره یې واک په لاس کې اخیستی دی.

د هېواد په توګه د پاکستان له جوړېدو راهیسې په تېرو ۷۵ کلونو کې ۳۳ کاله د ایوب خان، ضیاالحق او پروېز مشرف په شان جنرالانو پر دغه هېواد حکومت کړی دی.

د پاکستان پر قدرت او سیاست د پوځ سیوری د دې لامل شوی چې ددغه هېواد د پوځ مشران آن هغه مهال چې د ولسمشرۍ چوکۍ یې هم په واک کې وي، په دې هېواد کې تر ټولو پياوړې څېرې ګڼل کېږي.

جنرال منیر څوک دی؟

عاصم منیر د ښوونځي د ښوونکي زوی او په راولپنډۍ ښار کې رالوی شوی دی. هغه په ۱۹۸۰ کال کې د پاکستان په پوځ کې شامل او د منګلا په پوځي ښوونځي کې یې زده کړه وکړه.

عاصم منیر له دې مخکې، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر له ۲۱مې د روان کال د نومبر تر ۲۳مې پورې، د راولپنډۍ پوځ د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی له هغې مخکې د پاکستان په شمال کې د پوځ قوماندان و چې د کشمېر د لانجمنې سیمې مسوولیت یې درلود.

په ۲۰۱۷ کال کې هغه د پوځي د کورني استخبارات یا ام ای د رییس په توګه وټاکل شو او په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان له خوا د آی اس آی د رییس په توګه غوره شو. خو له هغې اته میاشتې وروسته د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې عمران خان نوموړی ګوښه کړ.

د پاکستان حکومت دوو سرچینو له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې ادعا وکړه چې عاصم منیر په هماغه وخت کې له دې امله چې د عمران خان د مېرمنې «بشرا بي بي» د «مالي فساد» دوسیې یې له هغه سره شریکې کړې وې، ګوښه شو.

جنرال منیر په سعودي عربستان کې د پاکستان د پوځ د استازي په توګه کار کړی او له دغه هېواد سره نږدې اړیکې لري.

د پاکستان په حکومت کې یوې ډیپلوماتیکې سرچینې له امو سره په خبرو کې تایید کړه، کله چې عاصم منیر د آی اس ای مشر و، په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې روانې وې او نوموړي دوه ځله له طالبانو او امریکایانو سره د خبرو لپاره دوحې ته پلاوي لېږلي وو.

له بلې خوا، خبریال سمیع یوسف زی چې د پاکستان مسایل څاري، د ښاغلي منیر د ګمارلو او د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاست د احتمالي بدلون په هکله آمو ته وايي: د هند او افغانستان په وړاندې د پاکستان پالیسي په کسانو پورې تړاو نه لري. بلکې د یوه بنسټ سیاست دی. د افغانستان په وړاندې به د پاکستان سیاست د پخوا په شان دوام وکړي او روښانه ده چې د دوی په اند د افغانستان وده د پاکستان په زیان ده. د نوموړي ټاکل تر ډېره د پاکستان په کورني وضعیت پورې اړه لري. د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند سره د عاصم منیر رابطه ښه نه ده او حکومت هڅه وکړه چې په دې دنده د نوموړي په ګمارلو پياوړی شی او ځان لا ځواکمن کړي.

ښاغلي منیر تراوسه په هېڅ خبري ناسته یا رسنۍ کې د افغانستان په اړه خپل نظر نه دی بیان کړی.