افغانستان

تر خېمو لاندې د خواجه بهاءالدین د بېځایه شویو سخت وضعیت

د ژمي موسم په رانږدې کېدو، د تخار د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ بې ځایه شوي په ناوړه وضعیت کې، په پرانیستې فضا کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.

هغه ویډیويي پيغام چې د سیمې یوه اوسېدونکي د آمو ټلویزیون خبریال ته رالېږلی، ښيي چې د تخار په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې بېځایه شوي په نامناسب وضعیت کې ژوند کوي او ډېری شپې وږي بيده کېږي.

یو شمېر بېځایه شوي وايي، له هغې وروسته چې له خپلو کورونو بېځایه شوي، هېڅ بنسټ تراوسه د دوی پوښتنه نه ده کړې او په بد وضعیت کې دي.

دغه بېځایه شوي زیاتوي: «که زموږ وضعیت ته پام ونه شي، زموږ کوچني ماشومان، پلرونه او زړې میندې د سړې هوا او لوږې له امله ژوند له لاسه ورکوي.»

د ویلو ده چې څه موده مخکې ۴۰۰ کورنۍ د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ له بېلابېلو برخو د هغو کسانو له خوا چې د هېواد له ختیځو او سویلي سیمو او د پاکستان له وزیرستانه ورغلي وو او ددغو سیمو د ملکیت ادعا یې لرله، له خپلو سیمو په جبري توګه ایستل شوي وو.

دا په داسې حال کې دي چې کابو یوه میاشت مخکې، د طالبانو یو پلاوی ددغو اختلافاتو د اواري په موخه ګمارل شوی او دغه پلاوي پرېکړه کړې وه چې د دواړو ښکېلو لوریو د مشرانو ترمنځ له ناستې وروسته به د سیمې اوسېدونکو ته  ددغو سیمو په بدل کې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې ورکړل شي.