افغانستان

طالبانو په کاپیسا کې اوه ملکي کسان نيولي دي

طالبانو د کاپیسا ولایت د کوهستان د لومړۍ حصې په ولسوالۍ کې د یوه ښوونکي او یو قومي مشر په ګډون اوه تنه نیولي دي.

په کاپیسا کې سرچینې وایي چې طالبانو د دې ولایت د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ په څلورو کلیو کې د جاوید، کاظم، محمد یار، محمد صابر، سیّد جان، فیروز او رامش په نومونو اوه کسان نیولي دي.

د آمو خبریال د یوه دغه کس له خپلوانو سره خبرې کړې دي.

هغه چې په راپور کې د خپل نوم د خپرولو اجازه نه ده ورکړې وايي: «د سبناري پرمهال طالبان وحشت سره کور ته راننوتل او له کوم دلیل پرته یې زما ورور وهلی ټکولی، سترګې یې وتړلې او له ځان سره یې بېولی دی.»

قومي مشر محمد یار، ښوونکی جاوید او فیروز چې تازه له ایرانه راستون شوی و، په نیول شویو کسانو کې دي.

طالبانو دا اوه تنه له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي دي؛ خو ځایي سرچینې وایي، دا ملکي کسان دي او له هېڅ کومې ډلې سره اړیکې نه لري.

د آمو ټلوېزیون خبریال په کاپیسا ولایت کې د طالبانو له بنده خوشي شوي یوه کس سره خبرې کړې دي.

هغه د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وایي: «له هغې وروسته چې د طالبانو له خوا له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور ونیول شوم، د طالبانو د استخباراتو ځواکونو سخت شکنجه کړم او له یوې میاشتې او سند له نه پیدا کولو وروسته یې له بنده خوشی کړم.»

هغه زیاتوي: «طالبانو زموږ کور تلاشي کړ؛ خو څه یې پیدا نه کړل. زه یې تړلې سترګې د کاپيسا د استخباراتو ریاست ته بوتلم او له هېڅ ډول پوښتنې پرته یې ووهلم او په اونۍ کې درې ځله یې شکنجه کولم. له یوې میاشتې وروسته خوشی شوم؛ خو پښې مې د تېر په شان د تلو وړ نه دي.»

له پرلپسې تماسونو سره سره په دې اړه له طالبانو سره په خبرو کولو بریالي نه شوو.

له دې مخکې هم، طالبانو په کاپیسا ولایت کې لسګونه ملکي وګړي له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي، شکنجه کړي او په ځینو موردونو کې یې په ډزو سره وژلي دي.

کابو پینځه میاشتې مخکې، د کاپیسا ولایت د کوه بند ولسوالۍ یو اوسېدونکی د طالبانو د استخباراتو ځواکونو تر شکنجې لاندې مړ شو.

د روان کال په چنګاښ میاشت کې په کاپیسا کې درېیو ځایي سرچینو ادعا کړې وه چې طالبانو په دې ولایت کې د یو شمېر پخوانیو پوځیانو د نیولو بهیر پيل کړی دی. طالبانو په هغو ورځو کې زیات شمېر ځوانان او پخواني پوځیان د دې ولایت د کوهستان له لومړۍ او دوهمې حصې ولسوالیو څخه ونیول. د کسانو نیول له هغې وروسته پیل شول چې د کاپيسا ولایت په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه مرکز د مقاومت جبهې ځواکونو له برید سره مخ شو.