افغانستان

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي

د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي ملي اداره وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پنجشېر، پکتیا، بغلان او تخار په ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندرونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

یادې ادارې د دوشنبې په ورځ د لومړنیو ارقامو په خپرولو سره ویلي، چې په‌دې پېښو کې ۱۰۷ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۱۲۴ نورو کورونو ته په جزوي توګه زیان اوښتی دی.

د دغې ادارې په وینا، همداراز ۷۱ څاروي (مواشي) له منځه تللي، د ۲۷۸ جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات زیانمن شوي او د لمریزې برېښنا (سولر) ۹ دستګاوې هم ویجاړې شوې دي.

د دغو شمېرو پر بنسټ، د سېلابونو له امله ۹ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او په ټولیزه توګه ۲۴۱ کورنۍ د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ادارې راپورونه ښيي چې د روان کال د وري له ۶مې نېټې راهیسې تر اوسه پورې د سختو بارانونو او سېلابونو د تلفاتو شمیره له ۲۵۰ تنو څخه اوښتې ده.

هیواد په‌دې وروستیو اونیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او پراخو سېلابونو شاهد و.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د لوړ زیان‌پذیرۍ له امله، په دوامداره توګه له ناڅاپي سېلابونو، وچکالۍ او سختو موسمي پېښو سره مخ کېږي.