افغانستان سوداګري

د کندهار انار په لومړي ځل روسيې ته صادر شول

د چهارشنبې په ورځ له کندهاره د مالي وزارت اړوند «افغان کارت» دولتي شرکت له دېرش کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره روسیې ته د انارو صادرات پيل کړل.

د افغان کارت په نوم شرکت په ۱۳۵۱هجري لمریز کال کې د حکومت له لوري جوړ شوی و او هغه مهال يې دوه زره ډوله بېلابېل توکي هېواد ته واردول.

د افغان کارت شرکت رییس سيد محمد قسیم له کندهاره روسيې ته د انارو د صادراتو د پیلېدو مراسمو کې وويل، چې له دې وړاندې په بېلابېلو لاملونو ددغه شرکت کارونه درېدلي وو او پرون مازيګر يې بیا ځلې خپل فعاليت پيل کړ.

د ښاغلي قسيم په وينا چې له دېرش کلن ځنډ وروسته يې د لومړي ځل لپاره له کندهاره روسیې ته د انارو صادرات پيل کړل.

هغه زياتوي چې د انارو دغه جوپه شل ټنه ده او هڅه کوې په دې برخه کې سوداګري نوره هم پراخه شي.

نوموړی وایي: «موږ په دې اړه له دې مخکې روسي چارواکو او ددغه هېواد له سوداګرو سره خبرې کړي، وروسته دغه تړون وشو، ډېر ژر به د همدې شرکت پرمټ له روسیې څخه د غنمو، تېلو او نورو توکو واردات هم پيل شي.»

په دغو مراسمو کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس حاجي محمد صديق مهمند هم وويل، هڅې يې پيل کړې ترڅو افغان محصولاتو ته د نړۍ په هېوادونو کې نوي بازارونه پيدا کړي.

مهمند زیاتوي چې دې برخه کې اوس ستونزي تر پخوا کمې شوې دي.

د کندهار وچه او تازه مېوه تر ډېره پاکستان او هند ته صادرېږي، خو د پاکستان له لوري د تازه مېوې د موسم پر مهال د چمن لارې تړل کېدل سوداګرو ته درانه ماليي زيانونه اړوي.

اخوا، د کندهار د وچي مېوې سوداګر عبدالاحد صديقي وايي: «دولت دي د نړيوالو مارکېټونو ترڅنګ له ګاونډيو هېوادونو په څانګړې توګه له پاکستان سره هم د سوداګرو ترانزیتي ستونزي حل کړي.»

د مسوولینو په وینا، د سیمې په بازارونو کې د کندهار د وچې او تازه مېوې غوښتنه زیاته ده، خو د ترانزیتي ستونزو له امله پر وخت نه رسېږي.