د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د یو شمېر سیاحتي او زیارتي شرکتونو استازي او مسوولین یې د ترکیې د «کاري او غیرقانوني ویزو» د وېش په تور احضار کړي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دغو شرکتونو په تور بازار کې هېوادوالو ته په «غیرقانوني» توګه د ترکیې او ځینو نورو هېوادونو کاري ویزې صادرولې.
طالبانو د دغو شرکتونو مسوولینو ته خبرداری ورکړی او له هغوی یې «لیکلی ژمنلیک» اخیستی چې له دې وروسته هېوادوالو ته داسې ویزې ورنکړي، پیسې پرې وانخلي او په دې برخه کې هیڅ ډول غیرقانوني فعالیت ونکړي.
پهدې خبرپاڼه کې له خلکو هم غوښتل شوي چې د داسې ویزو لپاره هیڅ شخص یا شرکت ته پیسې او اسناد ونه سپاري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې د ډېری هېوادونو سفارتونه وتړل شول او د ترکیې په ګډون ځینو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو افغانانو ته د ویزو ورکړه په بې ساري ډول محدوده کړه.
بلخوا، یو شمېر هېوادوال وایي چې د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله مجبوره دي له افغانستانه د وتلو لارې پیدا کړي.
هغوی ټینګار کوي چې په داخل کې د کار زمینه نشته، ځکه نو یا په تور بازار کې د ویزو اخیستلو او یا هم غیرقانوني کډوالۍ ته زړه ښه کوي.
