افغانستان

په لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۵ نور ژوبل شول

انځور په لغان کې ترافیکي پېښه

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.

په لغمان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې د مهترلام ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې شوې ده.

دا پېښه د یو «خاور» ډوله موټر او یوې رکشې د تکرېدو له امله شوې او طالبانو د هغې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي ښودلې ده.

د دغې پېښې ټپیان د ننګرهار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او طالبانو له چلوونکو غوښتي چې د موټر چلولو پر مهال ترافیکي قوانین مراعات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي او لږ تر لږه په تېرو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونو کسانو د دغو پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلخوا پرون د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې هم یوه ترافیکي پېښه وشوه چې په‌کې شپږ تنه مړه او درې نور ژوبل شول.

دا په‌دې داسې حال کې ده چې یو شمېر وګړي د سړکونو خرابوالي او د ترافیکي نښو نشتوالي ته د مسوولینو پر نه پاملرنې نیوکه کوي او وايي چې ترافیکي پېښې، د نورو پېښو ترڅنګ، په هېواد کې یو له تر ټولو مرګونو پېښو څخه دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د وروستیو وړاندې شویو ارقامو له مخې، په تېر یو کال کې یوازې په‌دې ولایت کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې دي چې په‌کې لږ تر لږه ۱۳۶ کسان مړه شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار تر دې وړاندې ویلي وو چې پدغو پېښو کې یوازې په بدخشان کې ۱۷۵ تنه نور ژوبل شوي هم دي.