افغانستان

په کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه شوي

انځور- د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ترافیکي پېښه

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د لوګر د تېلو د ټانک په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه شوي او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا پېښه په‌دې ولایت کې د دامان ولسوالۍ د لوګر د تېلو د ټانک په سیمه کې شوې ده.

د دغې قومندانۍ په وینا، دا پېښه د یو کرولا موټر او یوه ټېلر د ټګر له امله شوې ده چې په پایله کې یې د کرولا موټر ټول سپاره کسان مړه شوي دي.

طالبانو ویلي دي چې پدې پېښه کې ټول مړه شوي کسان د ننګرهار او کابل ولایتونو اوسېدونکي وو.

د دغې پېښې ټپیان د کندهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او هلته تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر وګړي د سړکونو خرابوالي او د ترافیکي نښو نشتوالي ته د مسوولینو پر نه پاملرنې نیوکه کوي او وايي چې ترافیکي پېښې، د نورو پېښو ترڅنګ، په هېواد کې یو له تر ټولو مرګونو پېښو څخه دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د وروستیو وړاندې شویو ارقامو له مخې، په تېر یوه کال کې یوازې په‌دې ولایت کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې دي چې په‌کې لږ تر لږه ۱۳۶ کسان مړه شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار تر دې وړاندې ویلي وو چې پدغو پېښو کې یوازې په بدخشان کې ۱۷۵ تنه نور ژوبل شوي هم دي.