د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو په پایله څه کم شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اعلان کړیز چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
د دغې ادارې د شمېرو له مخې، د وري میاشتې له شپږمې نېټې راهیسې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۲۱۵ کسانو اوښتی دی.
له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د سېلابونو په پایله کې ښځې او ماشومان د نورو په پرتله تر ټولو ډېر زیان ویني.
