د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي ملي ادارې ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په کندهار، هرات، غور او تخار ولایتونو کې د توپان، تندر او سېلابونو له امله لږ تر لږه شپږ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، پدغو پېښو کې ۲۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۱۰ نورو کورونو ته زیان رسېدلی دی؛ دغه راز له ۲۶۰ څخه زیاتې کورنۍ د دغو پېښو له امله زیانمنې شوې دي.
طالبانو د قربانیانو د هویت او په هر ولایت کې د جلا جلا زیانونو د کچې په اړه نور جزییات ندي خپاره کړي.
افغانستان په وروستیو میاشتو کې په وار وار د سختو بارانونو له امله د سېلابونو او بېلابېلو پېښو شاهد و؛ هغه پېښې چې د انساني تلفاتو سربېره یې کورونو، کرنیزو ځمکو او زیربناوو ته پراخ زیانونه اړولي دي.
د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي ملي اداره وايي چې د روان کال د وري میاشتې له پیل څخه تر اوسه، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، په همدې موده کې له ۱۷ زره او ۳۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم خراب شوي دي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د لوړ زیانپذیرۍ (اغېزمنېدو) له امله، په دوامداره توګه د ناڅاپي سېلابونو، وچکالۍ او د سختو هوايي بدلونونو له پېښو سره مخ کېږي.
