د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په شتون کې په بلخ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه پرانیستل شوه او بېرته فعاله شوه.
برادر په دې مراسمو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د شبکو په پراختیا کې د ازبکستان د همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.
هغه همدا راز د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د تعقیب په موخه د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو خبر هم ورکړ.
د طالبانو په وینا، د دغې اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه ۷۰ کیلومتره اصلي اوږدوالی، ۳۰ کیلومتره فرعي کرښې او پنځه تمځایونه (سټیشنونه) لري چې په یو وخت کې د ۵۰ واګونونو د تشولو ظرفیت لري.
دوی وايي چې د دې برخې په بېرته فعالېدو سره به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او بې ځایه کېدو ظرفیت خورا زیات شي.
طالبانو په خپله اعلامیه کې د دغې برخې د کار د بندېدو د وخت په اړه معلومات ندي ورکړي، خو د ازبکستان او طالبانو چارواکو په وروستیو کلونو کې څو ځله د دې لارې د ځینو برخو د بیارغونې او ترمیم خبر ورکړی و.
د ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې هم ازبکستان اعلان کړی و چې د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د بیارغونې پروژه یې بشپړه کړې ده.
د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د افغانستان یو له تر ټولو مهمو ریل پټلیو څخه شمېرل کېږي چې افغانستان د حیرتان بندر او د افغانستان-ازبکستان د دوستۍ پله له لارې د منځنۍ اسیا د ریل پټلۍ له شبکې سره نښلوي.
دا لاره شاوخوا ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د اسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ او د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ د شرکت په همکارۍ جوړه شوې وه.
دا اوسپنې پټلۍ د افغانستان لومړنۍ لویه د ریل لاره ده او د سوداګریزو توکو، ساختماني موادو او د بشري مرستو په لېږد کې یې مهم رول لوبولی دی.
دغه راز د حیرتان بندر د افغانستان یو له تر ټولو مهمو سوداګریزو دروازو څخه دی او د هېواد د وارداتو لویه برخه له همدې لارې راځي.
دا لاره د سیمه ییز اتصال د سترو طرحو یوه برخه ده او د افغانستان د پراختیایي پروګرامونو په ترڅ کې ترې د داسې یوې شبکې په توګه یادونه شوې ده چې په راتلونکي کې کولای شي منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له ایران، پاکستان او د پرانیستو اوبو له بندرونو سره ونښلوي.
