افغانستان

ټاپي پروژه؛ د طالبانو یو جګپوړی پلاوی ترکمنستان ته لاړ

انځور – ترکمنستان ته تللی طالب پلاوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم د وزیر هدایت‌الله بدري په مشرۍ او د اوبو او انرژۍ د وزیر عبداللطیف منصور په ګډون د دوی یو جګپوړی پلاوی د پنجشنبې په سهار ترکمنستان ته سفر وکړ.

طالبانو ویلي دي چې د دغه پلاوي غړو له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي ګازو د لېږد پروژې د پرمختګونو، په افغانستان کې د دغې پروژې په اوږدو کې د ځمکو د استملاک د پروسې، د صادراتي ګازو د نرخ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه پلاوي همدا راز د «ترکمن‌ګاز» دولتي شرکت، د ترکمن‌باشي بندر او په ترکمنستان او قزاقستان کې له یو شمېر ترانزیتي تاسیساتو او بندرونو څخه لیدنه کړې ده.

د ټاپي پروژه د انرژۍ د لېږد یو له تر ټولو لویو سیمه ییزو طرحو څخه ده چې ټاکل شوې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.

د دغه پایپ لاین اوږدوالی شاوخوا یو زر او ۸۰۰ کیلومتره دی چې نږدې ۸۰۰ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي او د لېږد ظرفیت یې په کال کې شاوخوا ۳۳ میلیارده متره مکعبه طبیعي ګاز اټکل شوی دی.

د طالبانو چارواکو ویلي دي چې د دغې پروژې د افغانستان د برخې عملي کار پیل شوی او د بشپړېدل یې ښايي کاري فرصتونه رامنځته کړي او د ترانزیټ د حق له لارې افغانستان ته د پام وړ عاید په لاس راوړي؛ خو له دې سره سره، په تېرو کلونو کې امنیتي، مالي او سیاسي ننګونې د دغې پروژې په بشپړ پلي کېدو کې د ځنډ اصلي لاملونه وو.

دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو یو شمېر چارواکي لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د روان کال د وري په ۲۴مه د ځینو طالب چارواکو، په ګډون د څلورو جګپوړو چارواکو په اړه معلومات نوي (اپډیټ) کړل.

د طالبانو د رییس الوزرا محمد حسن اخوند، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري هغه چارواکي دي چې د بندیزونو په نوملړ کې یې معلومات نوي شوي دي.

هدایت‌الله بدري چې نوم یې په دغه نوملړ کې شامل دی، ترکمنستان ته د طالبانو په دغه تللي پلاوي کې حضور لري.