د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) ویلي دي چې د روان زېږدیز کال د اپریل له ۲۶مې نېټې څخه د مې تر ۹مې نېټې پورې، ۱۱۴ زره او ۳۲۱ تنه له ایران او پاکستان څخه په جبري او اختیاري توګه افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.
دغه سازمان په خپل نوي دوه اونیز راپور کې ویلي دي چې په دغه موده کې ۱۴ زره او ۷۷۸ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
له دې سره سره، د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې ده چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د روان کال د مې تر ۹مې نېټې پورې، په ټولیزه توګه ۳ میلیونه او ۵۰۱ زره او ۱۹۳ تنه افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي چې پکې ۴۸۷ زره او ۱۲۹ کورنۍ شاملې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي آر) پدې وروستیو کې وویل، په منځني ختیځ کې د نښتو په کمېدو او ارامېدو سره سره په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې لا هم «جدي» پاتې دي او یوازې بڼه یې بدله شوې ده.
دغه بنسټ په یو راپور کې، سختې اقتصادي ستونزې، د اسنادو د تمدید ستونزې او اړینو خدماتو ته د لاسرسي پر وړاندې خنډونه په ایران کې د هېواد د کډوالو د وضعیت په اړه د اصلي او په زیاتېدونکو اندېښنو د برخو په توګه یاد کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي دي: «د اپریل له ۸مې نېټې راهیسې د دښمنیو او نښتو له کمښت راپدېخوا، دا اندېښنې لا هم د پام وړ دي. له دې سره، دوی (کډوال) په زیاتېدونکي توګه له خورا پراخو ټولنیزو-اقتصادي او حقوقي ننګونو سره مخ شوي دي.»
