د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(ایف اې او) او نړیوال بانک په افغانستان کې د کرنیزو سوداګریو د ملاتړ، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د «تطبیقي وړیا مرستو» یو نوی پروګرام پیل کړی دی.
د خوړو او کرنې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په لومړي پړاو کې د هېواد په کچه پنځه کرنیز شرکتونه د دې ګډې پانګونې د ترلاسه کولو لپاره غوره شوي دي.
دا نوښت د FAO لخوا پلي کېږي او مالي لګښت یې نړیوال بانک ورکوي.
د دغې ادارې په وینا، د دې پروګرام اصلي موخه د خصوصي سکتور د ودې، د کارموندنې او د کرنیزو محصولاتو د ارزښت د زنځیرونو د پیاوړتیا له لارې د افغانستان د کرنیز اقتصاد بیا ژوندي کول دي.
په هرات، کاپیسا، کندوز، لوګر او تخار ولایتونو کې دغه غوره شوي شرکتونه د تخمونو، زعفرانو، لبنیاتو د تولید، د سویا د پروسس او خوراکي توکو په برخو کې فعالیت کوي.
د دوی د خپلې پانګونې سربېره به ورته وړیا مالي مرستې ورکړل شي ترڅو خپل فعالیتونه پراخ او د کروندګرو او بازارونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.
پهدې پانګونه کې په کاپیسا کې د سویا تېلو د چاڼ د کرښې فعالول، په تخار کې د لمریزې برېښنا (سولر) په وسیله د لبنیاتو د پروسس مرکز او په کندوز کې د زعفرانو د پروسس تجهیزات شامل دي.
د یادونې وړ ده چې له دغو پنځو شرکتونو څخه درې یې د ښځو لخوا اداره کېږي.
دا شرکتونه به د مالي ملاتړ ترڅنګ، له داسې بنسټونو څخه تخنیکي مرستې هم ترلاسه کړي چې د سوداګرۍ په پلان جوړونه، د پانګونې په مدیریت او د کاري ځواک په روزنه کې ورسره مرسته کوي.
دا طرحه د خوړو د خوندیتوب د بېړنۍ پروژې یوه برخه ده، چې په ځانګړي ډول د هغو کوچنیو شرکتونو او نوښتونو ملاتړ کوي چې د ښځو او ځوانانو لخوا مخته وړل کېږي. د دې برنامې په راتلونکو پړاوونو کې به له لویو او صادراتي شرکتونو سره هم مرستې وشي.
په افغانستان کې د FAO استازي ریچارد ترنچارد ویلي: «په ټول افغانستان کې کروندګر لا هم له بازارونو لرې پاتې دي. موږ له هغو سوداګریو ملاتړ کوو چې دا وضعیت بدلولی شي. زموږ او د نړیوال بانک رول د هغوی د کارونو په پراخولو او د دایمي کار په پیدا کولو کې مرسته کول دي.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، کرنه د افغانستان د اقتصاد ملا تير جوړوي او د هېواد د نږدې ۸۰ سلنه نفوس ژوند ورپورې تړلی دی. همدا راز، د هېواد په کچه په کاري ځواک کې تر نیمايي زیاتې ښځې په همدې برخه کې بوختې دي.
دا اداره ټینګار کوي چې په اوسني وخت کې د بشري مرستو د کموالي سره سره، په خصوصي سکتور او د مارکېټ په سېسټمونو کې دوامداره پانګونه د هېواد د روښانه او باثباته اقتصادي راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري.
