نړۍ

شپږ پاکستاني پولیس د جنګیالیو په کمین کې ووژل شول

پاکستاني چارواکو نن چهارشنبې وویل چې د خیبرپښتونخوا شپږ پولیس د پاکستاني طالبانو تحریک په کمین کې ووژل شول.

دا پېښه نن سهار له افغانستان سره په پوله د پاکستان د شمال لوېدیځ خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې شوې ده.

د پولیسو چارواکو ویلي چې وژل شوي پوځیان د ګزمې په حال کې وو چې دوو وسله والو موټرسایکل سپورو د دوی پر موټر ډزې وکړې او په تېښته بریالي شول.

پاکستاني چارواکو دا برید یو بزدلانه اقدام وباله او هغه یې غندلی دی. دوی وویل چې ددې پېښې د عاملینو د نیولو لپاره د پلټنې عملیات روان دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په هغه بیانیه کې چې د چهارشنبې په ورځ یې په ټویټر کې خپره کړه، ددې برید په غندلو سره وویل: «ترهګري لا هم د پاکستان یوه مهمه ستونزه ده.»

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي ددغه مرګوني برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

دغې ډلې په یوه بیانیه کې چې خبریالانوته یې لېږلې وویل چې څو تنه پولیس پر لاره د ټي ټي پي جنګیالیو له کمین سره مخ شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک نوم چې د امریکا او ملګروملتونو سازمان له خوا د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل دی، په معمول ډول په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې د بریدونه ترسره کوي.

دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه ځانګړې بیانیه کې ادعا کړې چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید او ددې ولایت په دېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په برید کې، د پاکستاني طالبانو تحریک درې قوماندانان ووژل شول.

دا ادعا له هغې یوه ورځ وروسته مطرح شوه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد چارواکو په دغه سیمه کې «د مالوماتو پربنسټ عملیاتو کې» د څلورو ترهګرو وژل تایید کړل. د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان څانګه او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو متحدین دي.