په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو این ډي پي) دفتر اعلان کړی چې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو (هرات او فراه) کې یې د کورنیو بېځایه شویو، له بهره بېرته راستنېدونکو او سیمه ییزو ټولنو د ملاتړ په موخه د «وحدت» تر نوم لاندې یو نوی او ګډ بشري نوښت پیل کړی دی.
یو این ډي پي وايي دغه پروژه د هغو افغانانو د دایمي مېشتېدو او اقتصادي پیاوړتیا لپاره ډیزاین شوې چې په وروستیو جګړو، طبیعي پېښو او د کډوالۍ په بهیر کې سخت زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د رسمي اعلامیې له مخې، دا لومړی ځل دی چې پهدې کچه د ملګرو ملتونو څلور ستر نړیوال بنسټونه لکه؛ د پرمختیایي پروګرام اداره (UNDP)، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) او د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) په ګډه د یوې واحدې ستراتیژۍ له مخې دا پروګرام پلي کوي.
په دغې پروژې کې به اړمنو کورنیو ته معیاري سرپناوې جوړیږي، د دایمي کار او معیشت زمینې به ورته برابریږي او د بشري حقونو په برخه کې به د خوندیتوب لازم خدمات وړاندې کیږي.
د ملګرو ملتونو دغه ګډ پروګرام د افغانستان لپاره د ځانګړي امانت صندوق (STFA) لخوا تمویلېږي، چې د نړۍ ګڼ شمېر ستر مرستندویه هېوادونه او نړیوال بنسټونه یې مالي ملاتړ کوي.
دا مرستې په داسې حال کې د هېواد په لوېدیځ زون کې پیلیږي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته راتګ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې او په هرات او فراه کې راستنېدونکي له دایمي کورونو او کاري فرصتونو پرته له سخت اقتصادي ناورین سره لاس او ګرېوان دي.
