د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د تیرې شپې د سخت طوفان له امله د یو کور د دېوال او خونو د پرېوتو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او یو بل ټپي شوی دی.
دا پېښه د اچین ولسوالۍ په «عبدالخېلو» سیمه کې تېره شپه شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.
ننګرهار کې د طالبانو د والي د رسینیو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د سخت طوفان له امله د ملک پرګل په نوم د یو ځایي اوسېدونکي د کور دېوال او دوې خونې نړیدلي دي.
په دغه زړه بوګنونکې پېښه کې د ۳۲ کلن سمیدګل په ګډون، یوه ۳۴ کلنه مېرمن او یوه درې کلن ماشوم ساه ورکړې او د هغوی یوه لس کلنه لور سختې ژوبل شوې ده.
اچین کې د طالبانو ولسوال عبدالمتین مخلص وایي، چې له پېښې سمدستي وروسته ځایی خلکو د ژغورنې هڅې پیل کړې او مړي یې له خاورو راویستلي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغې کورنۍ ټپي شوې نجلۍ نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوې او د درملنې لاندې ده.
