د بدخشان ځايي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د سرو زرو د کانونو پر سر د طالبانو د غړو ترمنځ د روانو شخړو په دوام، د طالبانو استخباراتو د نُسی ولسوالۍ لپاره د دې ډلې قوماندان موسی کاکه نیولی دی. د سرچینو په وینا، د دغه طالب قوماندان له نیول کېدو وروسته، د هغه تر قوماندې لاندې کسان د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې خپاره شوي او د یو شمېر ولسوالیو امنیتي وضعیت بېثباته شوی دی.
له دې مخکې هم ځايي سرچینو آمو ته ویلي وو، چې د بدخشان لپاره د طالبانو والي اسماعیل غزنوي د سرو زرو د کانونو پر سر د شخړو د حل لپاره شُکی ولسوالۍ ته سفر کړی و، خو دغو هڅو پایله نه ده ورکړې او کړکېچ لا هم دوام لري.
