د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتو وزارت لږ تر لږه دوو سرچینو «آمو» ټلوېزیون ته تایید کړې چې طالبان په کابل ښار کې د فایبر نوري انټرنیټ د پرې کولو او بندولو هڅې کوي.
د دغو سرچینو له ډلې یوې ویلي چې طالبانو په یو رسمي مکتوب کې په کابل کې شرکتونو ته د فایبر نوري انټرنیټ د بندولو لارښوونه کړې ده.
د سرچینې په وینا، د فایبر نوري انټرنیټ د بندولو دا پرېکړه تېره اونۍ د طالبانو د مخابراتو وزیر او د اترا (ATRA) ادارې ترمنځ په یوه رسمي ناسته کې شوې ده.
خو دغې منبع ټینګار کړی چې دا امر یوازې د استوګنې په کورونو (Residential Areas) کې د فایبر نوري انټرنیټ پرې کول شاملوي او ښايي ځینې رسمي شرکتونه او دفترونه ترې استثنا وي.
سرچنې زیاته کړې چې دمګړۍ د فایبر نوري د بندولو مکتوب صادر شوی، خو په کې ویل شوي چې د «ډي ایس ایل» انټرنیټي خدمات کولی شي دوام ومومي.
بلخوا، د کابل ځینو اوسېدونکو «آمو» ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د کابل په ځینو سیمو کې د فایبر نوري او د مخابراتي شبکو د انټرنیټ سرعت په بېساري ډول ټیټ شوی دی.
کابل ښاریان وایي چې د انټرنیټ د سرعت دغه کمښت د پلازمېنې د اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي.
که څه هم د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند مخکې په کابل کې د فایبر نوري انټرنیټ د بندولو امر رد کړی و، خو تر اوسه یې د دغه نوي رسمي مکتوب په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تېر کال د تلوې میاشتې له ۷مې تر ۹مې نېټې هم د دوو ورځو لپاره مخابراتي شبکې او انټرنیټ په بشپړ ډول بند کړي وو، چې تر اوسه یې د علت په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
