د سنټکام قوماندان وایي، امریکا افغانستان د ترهګرۍ د فعالیتونو له پلوه تر څار لاندې لري.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، برډ کوپر، د دغه هېواد د سنا مجلس په یوه ناسته کې افغانستان د اندېښنې وړ حوزه بولي.
هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ د مهارولو لپاره د سیمهییزو همکاریو له لارې کار کوي.
دغه قوماندان وایي چې له افغانستانه راولاړېدونکي د ترهګرۍ ګواښونه باید په یوې محرمانه ناسته کې وڅېړل شي.
