د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری غویی ۲۴ – د ۸ بجو خبرونه

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې تېره شپه په دغه ښار کې د یوه بې‌پيلوټې الوتکې د ګزمې پر مهال، د ډزو او چاودونو غږونه اورېدل شوې دي.

د دوی په خبره، د چاودنو او ډزو دغه غږونه تر ډېره د کابل د هوايي ډګر شا او خوا سیمو نه اورېدل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. بل لور ته، درې سرچینو آمو ته ویلي، چې تېره شپه د غزني ولایت یو شمېر سیمې د بې‌پيلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه شوې دي، خو د دې ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتو ریاست د سرچنیو دغه ادعا رد کړې ده.