کډوالي

له پاکستان څخه تر ۵۰۰ زیات افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول

انځور- د پاکستان له زندانونو ازاد شوي افغانان

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ۵۶۱ افغان وګړي چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو، په روانه اونۍ کې خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

په دغو کسانو کې کورنۍ او مجرد ځوانان شامل دي چې په پاکستان کې د «اوسېدو د اسنادو نه لرلو» له امله نیول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم ۴۹۱ افغانان له پاکستاني زندانونو خوشې شوي وو، چې ۳۷۹ یې د تورخم او ۱۱۲ نور یې د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلل.

که څه هم د بندیانو د خلاصون لړۍ روانه ده، خو لا هم په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو پر وضعیت نیوکې کېږي.

ځینې کارپوهان په بهر کې د افغانانو بې‌برخلیک توب د یو مشروع دولت نشتوالی او د ځوابوینې نشتون بولي.