د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری غویی ۲۲ – د ۸ بجو خبرونه

کابل کې پر طلوع‌ نیوز د طالبانو له څو ساعته یرغل وروسته څه تېر شوي دي؟

سرچینو آمو ته د طلوع نیوز پر دفتر د طالبانو د برید جزئیات ورکړي دي.

د دغو سرچینو په وینا، طالبانو د طلوع ‌نیوز د دوو خبریالانو له نیولو وروسته، له ۳۰ څخه زیاتو وسله ‌والو سره د دې شبکې پر دفتر یرغل وکړ او طلوع ‌نیوز یې څو ساعته کلابند کړی و.

سرچینې آمو ته وایي چې د دې یرغل مشري د طالبانو استخباراتو کوله او د طلوع ‌نیوز او موبي ګروپ له یو شمېر کارکوونکو سره ناوړه چلند او تاوتریخوالی شوی دی.